د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز د القاعده مرستیال په ایران کې وژل شوی – ایران دا خبر بې بنسټه دی


عبدالله احمد عبدالله د القاعده د مشر مرستیال و.
عبدالله احمد عبدالله د القاعده د مشر مرستیال و.

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ لیکلي و چې د اسرائیل اجنټانو د همدې کال د اګست په میاشت کې د القاعده د شبکې مرستیال عبدالله احمد عبدالله په پټو عملیاتو کې وژلی.

د نیویارک ټایمز په راپور کې همدرانګه ویل شوي و چې عبدالله په ۱۹۹۸ کال کې په تانزانیا او کینیا کې د امریکا په سفارتونو په بمي چاودنو کې لاس درلود او مجرم بلل شوی و.

استخباراتي چارواکو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته تائید کړې وه چې د اسرائیل د استخباراتي ادارې دوه اجنټانو د ایران په پایتخت تهران کې د امریکا د متحدو ایالاتو په غوښتنې، عبدالله احمد عبدالله وژلی.

اسرائیل او امریکا په عامه توګه د عبدالله د وژل کیدو په هکله څه ندي ویلي.

خو ایران نن د شنبې په ورځ، نومبر ۱۴ (لړم۲۴) د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې راپور رد کړ. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې په هیواد کې د القاعدې د شبکې شتون رد کړی. په اعلامیه کې ویل شوي، " د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې دا راپور د غلطو معلوماتو پر اساس جوړ شوی".

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، سعید خاطبزاده په اعلامیه کې لیکلي، "د ایران دښمنان، اسرائیل او امریکا کوښښ کوي په سیمه کې د القاعدې د جنایاتو په هکله مسؤلیت بل لوري ته واړوي".

ویل کیږي چې په عبدالله احمد عبدالله چې په ابو محمد المصري هم مشهور و، برید د اګست د میاشتې په ۷مې نیټې شوی و چې په افریقا کې د امریکا په سفارتونو د بریدونو کالیزه هم وه.

د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې د عبدالله سره یو ځای د هغه لور مریم هم وژل شوې چې د القاعده د شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن کونډه وه.

امریکا د عبدالله احمد عبدالله په سر لس ملیونه امریکایي ډالر انعام هم ایښی و.

د القاعده د شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن هم د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG