د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي مقامات: هیله من یو ایران سره د خبرو زمینه برابره شي


د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر، ویلي دي داسې ښکاري چې د ایران د دولتي مقاماتو سره د لیدنې کتنې زمینه د برابریدو په حال کې ده.

دغه څرگندونې پداسې حال کې کیږي چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي چې د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني سره د لیدنې امکان شته.

جمهور رئیس ټرمپ پدې وروستیو کې وویل امکان لري چې د ښاغلي روحاني سره په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې په جریان کې وگوري.

د امریکا د دفاع وزیر هم لندن ته د سفر په ترڅ کې خبرېالانو ته وویل: "په مختلفو بڼو داسې بریښي چې ایران داسې موقعیت ته په نژدې کیدو دی چې وتوانیږو له یو بل سره خبرې وکړو. هیله من یو چې ټول شیان همداشې پرمخ ولاړ شي".

د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ وروسته له هغې زیات شو چې د جمهور رئیس ټرمپ حکومت د تهران سره د لویدیځو قدرتونو له اټومي موافقې څخه ووت. له هغې وروسته امریکا پر ایران باندې بندیزونه نور هم زیات کړل.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ایران د جمهور رئیس سره د کتنې په اړوند د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "هر څه امکان لري. هغوی (ایران) علاقه لري خپلې ستونزې حل کړي. مونږ کولای شو (د هغوی مشکلات) په ٢۴ ساعتونو کې حل کړو."

خو د ایران جمهور رئیس دمخه ویلي وو چې تر څو امریکا پر ایران بندیزونه لغو نکړي هیڅ ډول لیدنه کتنه امکان نلري.

XS
SM
MD
LG