د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د حکومت ضد ۲۲زره نیول شوي‌ مظاهره کوونکي یې بخښلي دي 


د ایران اعتراضونه
د ایران اعتراضونه

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني اژه‌یي د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب۲۲) وویل چې د ایران قضايي چارواکو ۲۲ زره هغه کسان بخښلي چې د حکومت ضد مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه.

د ایران دولتي رسنیو د تیرې میاشتې په پیل کې راپور ورکړ چې ددې هیواد مذهبي مشر علي خامنه يي "په لسګونو زره" بندیان بخښلي چې په لاریونونو کې نیول شوي کسان په کې شامل دي.

محسنی اژه‌یي وویل، "د ۲۲زرو کسانو په ګډون چې په لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه، تر دې دمه ۸۲زره کسان بخښل شوي دي."

هغه په ډاګه نه کړه چې دا بخښنه څه وخت شوې او یا داچې پدې خلکو څه وخت تور لګول شوی و.

د رویترز اژانس د راپوږر له مخې په ایران کې د تېر سپټمبر په میاشت کې د دغه هېواد د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د یوې ځوانې ایرانۍ کردۍ مېرمنې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په دې هېواد کې پراخې مظاهرې وشوې.

پدغو اعتراضونو کې ددې هیواد د منتلفو برخو څخه ایرانیانو ګډون کړی و چې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راهیسې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه بلل کیږي.

د ایران لپاره د بشری حقوقو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړی استازی جاوید رحمان د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا ته په خپل وروستی راپور کې په ایران کې د خپلسرو نیونو، اعدامونو، نمایشي محاکمو او شکنجه کولو په مستند کولو سره د ایران د اسلامی جمهوریت له چارواکو غوښتی دی چې په ایران کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې دا ډول چلند بند کړي.

د ملګرو ملتونو ددغه راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر له ۱۶مې نېټې د مظاهرو له پیل څخه تر نن ورځې پورې په ټول ایران کې ۱۶۴۱ اعتراضیه غونډې شوي چې په ترڅ کې یې د ۶۴ ماشومانو او ۳۴ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۴۷۶ کسان وژل شوی او د ۶۰۰ محصلینو، ۴۵ وکیلانو، ۵۷۶ مدني فعالانو او ۶۲ خبریالانو په ګډون له ۱۸۰۰۰ څخه ډېر کسان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG