د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ولسمشر د اردوغان له خوا بلل شوې غونډې ته نه دی تللی


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لیندۍ ۷) په انقره کې هغې سرمشریزې ته حاضر نه شو چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې مخکې خبریالانو ته اعلان کړی و.

د رئیسي د سفر په اړه ابهام هغه کړکیچ په ګوته کوي چې د اسرائیل او حماس د جګړې په اړه د دوی د ګډ نظر سره سره، د دواړو سیمه ایزو قدرتونو ترمنځ دوام لري.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر فرانس پرس ته وویل چې اردوغان د سه شنبې په ورځ کومه غونډه نه درلوده او دا یې هم څرګنده نه کړه چې ایا دا غونډه لغوه شوې او یا ځنډول شوې ده.

د ایران نیمه رسمي اژانس تسنیم راپور ورکړی چې ترکیې ته د رئیسي سفر "ځنډول شوی" دی، خو لامل او نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

اردوغان د نومبر په ۱۱مه په ریاض کې د سیمه ییزو مشرانو د غونډې وروسته چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم پکې ګډون درلود، ترکیې ته پر لار خبریالانو ته وویل: "د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د روانې میاشتې په ۲۸ مه نیټه مونږ ته راځي."

دغه لیدنه د ترکیې د دولتي رسنیو له خوا هم اعلان شوه او د دوشنبې په ورځ ناوخته یې په اړه په تلویزیونونو کې پراخ بحثونه وشول. خو دا خبره د رئیسي دفتر یا د ایران رسمي رسنیو په رسمي ډول نه ده تایید کړې.

دواړو ولسمشرانو او د هېوادونو جګپوړو دپلوماټانو د تېرې اوونۍ په پای کې د غزې پر جګړې تمرکز درلود.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې دپلوماسۍ په دوام سره به دواړه خواوې د متقابلو همکاریو د پیاوړتیا او ژورتیا شاهدان واوسي.

'پیچلې اړیکې'

اردوغان د اکتوبر د اوومې نیټې د حماس د اورپکو د برید په ځواب کې د غزې په تړانګه باندې د اسرائیل د عملیاتو په اړه د اسلامي نړۍ د تر ټولو سختو منتقدینو په کتار کې دی.

هغه اسرائیل یو "ترهګریز دولت" بللی او د ایران ملاتړی حماس یې "د ازادۍ ډله" بللې ده.

خو شنونکي په دې باور دي، چې ایران غواړي ترکیه له بیانیو ورکولو تېر شي او له اسرائیل سره خپلې غوړېدونکي سوداګریزې اړیکې پرې کړي.

په استانبول کې د ایراني مطالعاتو د مرکز مشر حکي اویغور فرانس پرس ته وویل: "ایران تمه لري چې ترکیه به له اسرائیل سره خپله مستقیمه او غیر مستقیمه سوداګري پای ته ورسوي... له بلې خوا ترکیې داسې چلند کړی چې د سیاسي او سوداګریزو مسلو جلا کولو ته پاملرنه کوي."

د حماس وسله وال د اکتوبر په اوومه د غزې او اسرائیل ترمنځ له پوځي پولې واوښتل او د اسرائیل په تاریخ کې یې تر ټولو خونړی برید وکړ. اسرائیل وايي، په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل شوي دي.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د حماس حکومت وايي، تر اوسه یې ۱۵۰۰۰ کسان وژلي، چې زرګونه یې ماشومان دي.

ایران او ترکیه ۵۳۵ کیلومتره اوږده ګډه پوله لري او د نږدې اقتصادي اړیکو او د سیمه ییزو شخړو په اړه د نظرونو د اختلاف پېچلی تاریخ لري. ترکیې په سوریه کې د ایران او روسیې د ملاتړ لرونکي ولسمشر بشارالاسد د رژیم د نسکورولو لپاره د یاغیانو د هڅو ملاتړ کړی دی.

په ناګورنو قره باغ کې د ارمني بېلتون غوښتونکو په وړاندې د اذربایجان له اقداماتو څخه د انقرې ملاتړ هم په ایران کې اندېښنه پیدا کړې ده. تهران وېره لري چې د قفقاز په سیمه کې د اذربایجان بریا کیدای شي په ایران کې اذري لږکي بیلتون غوښتونکي وپاروي.

ایران په خپله شمالي پوله کې د یوې وړاندیز شوې سوداګریزې لارې په اړه هم اندیښمن دی چې د اذربایجان او ترکیې ترمنځ جوړیږي او ښايي ارمنستان ته د تهران لاسرسی پیچلی کړي.

په انقره کې میشت ایراني کارپوه عارف کیسکین فرانس پرس ته وویل: "د ترکیې او ایران تر منځ تر ټولو مهمه ترینګلتیا د قفقاز او قره باغ پر سر ده... د غزې له جګړې سره، دا مسله شاته وغورځول شوه، خو دا لا هم د یوې مهمې مسلې په توګه پاتې ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG