د لاس رسي وړ اتصالات

ایران خپل د بالستیکي توغندیو پروګرام پراخوي


د ایران پارلمان د امریکا د بندیزونو سره سره د خپلو بالستیکي توغندیو د پروګرام د پراختیا لپاره بودیجه نوره هم زیاتوي.

په نوې تصویب شوې لایحې کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره د ایران د دفاع وزارت، استخباراتو او سپاه پاسدران بهرنیو عملیاتو ته ځانګړي شوي دي.

اوس به د ایران "شورای نګهبان" دا بودیجه مني او اټکل کیږي چې شورا به دا کار ژر وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس عراقچي ویلي دي چې ولسمشر حسن روحاني به هم د بالستیکي توغندیو لپاره ځانګړې شوې بودیجه ژر توشیح کړي.

امریکایي ولسمشر ټرمپ بیا ویلي دي چې له ایران سره دې په شوي اتومي تړون بیا کتنه وشي، خو تهران وايي د بالستیکي توغندیو مسئله یې له دغه تړون سره کوم تړاو نلري.

اسوشیتډپرس وايي چې ایران هغو امریکایانو ته ویزې نه ورکوي چې د تهران ضد د مجاهدین خلق شړل شوې ډلې سره روابط پالي.

ولسمشر ټرمپ د خپلو کمپاینونو پر مهال او له هغه را وروسته له ایران سره پر دغه تړون کلک انتقادونه کړي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې د ایران پر ځینو افرادو او ادارو هم بندیزونه لګولي دي. خو، ایران خبرداری ورکړی چې د امریکا د بندیزونو ځواب به ووايي.

XS
SM
MD
LG