د لاس رسي وړ اتصالات

کاظمي قمي: له افغانستان څخه ۳۰۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته رسیدلي


افغانستان کې د تیرو دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ د دغه هیواد اکثره برخې ځپلې وې او د هلمند په سیند کې یې د اوبو کچه ډیره کمه کړې وه.
افغانستان کې د تیرو دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ د دغه هیواد اکثره برخې ځپلې وې او د هلمند په سیند کې یې د اوبو کچه ډیره کمه کړې وه.

د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له افغانستان څخه ایران ته د هلمند د سیند د اوبو رسیدل تائید کړي او ویلي دي چې په روان کال کې تراوسه له ۳۰۰ میلیونو متر مکعبه اوبو څخه زیاتې اوبه دغه هیواد ته رسیدلي دي.

کاظمي قمي د جمعې په ورځ مۍ ۲۴ (جوزا څلورم) ایراني رسنیو سره په خبرو کې هیله ښودلې چې د کال ترپایه به ایران له افغانستان څخه خپله برخه ټولې اوبه ترلاسه کړي.

کاظمي قمي ویلي چې د طالبانو له خوا تیرکال درې اصلاحي اقدامات ترسره شو، چې یو اقدام یې غیر موثر و، چې له امله یې د کمال خان د بند څخه خوشې شوې اوبه د نیمروز په ولایت کې د شاړو دښتو په لور لاړې، خو هغه ویلي چې دوه نور اقدامات یې موثر وو او ددې سبب شو چې د ۳۰۰ میلیونو مترو مکعبو څخه زیاتې اوبه د ایران سیستان ولایت ته وبهیږي.

حسن کاظمي قمي ایراني ایراف خبري شبکې سره په مرکه کې د افغانستان څخه ایران ته د اوبو د بهیدلو روان بهیر د افغانستان پر وړاندې د خپل هیواد رغنده تعامل د کړنلارې له امله ګڼلی او دا یې د اوبو د دپلوماسۍ د بریالیتوب څرګنده نښه بللې ده.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو د ویش تړون لاسلیک کړی چې له مخې افغانستان باید په کال کې ۸۲۰ ملیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي. د اوبو دا اندازه د یو عادي کال لپاره په پام کې نیول شوې ده.

افغانستان اکثره سیمې د تیرو دریو پرله پسې کلنو راهیسې د سختې وچکالۍ تر اغیزو لاندې وې چې له امله یې د هلمند د سیند اوبه هم کمې شوې وې.

ایران په تیرو دوو کلنو کې په پرله پسې ډول د هلمند د سیند څخه د خپلې حقابې د ترلاسه کولو غوښتنه کوله.

په تیر ۲۰۲۳ کال کې په دې مسله د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې په سرحد کې د نښتې ترکچې رسیدلې وې.

خو د هلمند د سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره افغانستان ته د یو ایراني تخنیکي پلاوي د سفر په پایله کې چې د وچکالۍ له امله د هلمند د سیند د اوبو د کچې د کمیدل یې تائید کړل د دواړو هیوادونو ترمنځ په دې مسله تاوتریخوالی کم شو.

سږکال په پسرلي کې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې بارانونه شوي چې د بارانونو د اورښت وروسته د هلمند د سیند په ګډون په سیندونو کې د اوبو کچه هم لوړه شوې او ورسره له افغانستان څخه د ایران سیستان ولایت ته هم د اوبو د بهیدلو بهیر پیل شوی دی.

تېره میاشت ایراني رسنیو د افغانستان څخه ایران ته د اوبو د رسیدلو په اړه راپورونه ورکړي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG