د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: کمال خان بند له جوړیدو وروسته ایران ته هيڅ اوبه نه دي بهیدلي


د ایران د سیستان او بلوچستان د ولایت د چاپیریال ساتنې د ادارې سرپرست محمد رضا علیمرادي ویلي چې د افغانستان په نیمروز ولایت کې د کمال خان د بند له جوړیدو وروسته تراوسه د سیستان سیمې او د هامون تالاب ته هیڅ اوبه دي داخلې شوې.

محمد رضا علیمرادي د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې ویلي: "نږدې دوه کاله دمخه په افغانستان کې د اوبو یو انحراف رامنځ ته شو چې د هلمند څخه اوبه [هلمند سیند] د افغانستان ګودزره سیمې ته هدایت شوې، خو د هامون تالاب ته اوبه ونه رسیدلې؛ حقیقت کې ایران په دغه موده کې خپله حقابه نه ده ترلاسه کړې."

همداشان هغه ویلي چې ایراني او د طالبانو چارواکو د هلمند د اوبو د حقابې د مسئلې د حل په اړه په تهران کې ځو ځلې غونډې کړي دي. ښاغالي علیمرادي ټینګار کړی چې د طالبانو چارواکو ژمنه کړې چې" که د اورښت وضعیت ښه شي" د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران حقابه خوندي ده.

د ایران د سیستان او بلوچستان د ولایت د چاپیریال ساتنې د ادارې سرپرست د وینا پر اساس د طالبانو چارواکو د ایران د اوبو د حقابې د خوندیتوب په برخه کې هم خپل چمتوالی ښودلی دی.

ایراني چارواکو د هلمند د سیند د اوبو د ویش په برخه کې ددغه هیواد د حقابې په اړه دا تازه څرکندونې په داسې حال کې کړي چې شاوخوا یو کال وړاندې په دې مسئلې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې په سرحد کې د جګړې تر حده رسیدلې وې.

د چارواکو له خوا د پرله پسې ناندریزو څرګندونو وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تیر ۲۰۲۳ کال د اګست په ۱۳(زمري ۲۲) تائید کړه چې یو ایراني تخنیکي پلاوي د هلمند د سیند د اوبو د بهیر څخه د لیدنې لپاره د افغانستان جنوبي ولایتونو ته سفر کړی دی.

د هلمند د سیند د اوبو د بهیر د ارزونې په اړه ددغه ایراني تخنیکي پلاوي د سفر وروسته افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي وویل: "د لېږل شویو کارپوهانو د نظر له مخې چې دهراوود دستګاه کې یې د اوبو کچه اندازه کړې ( اوبو د جریان کچه د بهیدلو په حال کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري میاشت کې) د یو نورمال اوبیزکال پرتله کمه راپور شوې ده."

افغانستان کې د ایران دغه لوړ پوړي دپلومات د طالبانو د حکومت له خوا ایراني تخنیکي پلاوي ته د هلمند د اوبو د بهیر څخه د لیدنې اجازه د افغانستان او ایران ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او تعامل لپاره یو مثبت اقدام بللی دی.

د ایران د انرژۍ وزیر علی اکبر محرابیان هم د ایران د ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و: "په افغانستان کې د اورښت کچې ته په پاملرنې ایران په دغه هیواد کې خپله ونډه لري او زمونږ ونډه قانوني ده او د هغې غوښتنه کوو".

ایراني چارواکو یو ځل بیا د هلمند په سیند کې د خپلې حقابې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو د حکومت چارواکو د تیر۲۰۲۳ کال داګست په میاشت د خپلې واکمنۍ د دوییمې کلیزې په مناسبت ویلي و چې د ایران سره یې د هلمند د سیند د اوبو په اړه لانجه د جګړې پرته هواره شوې ده.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو د ویش په اړه یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې، افغانستان باید هر کال ایران ته ۸۲۰ میلیون متر معکب اوبه ورکړي. خو په دغه تړون کې د اوبو دا اندازه د یو عادي کال لپاره ټکل شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG