د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د مهسا امیني د وژنې په تړاو په لسګونو ایرانيانو او ایراني بنسټونو بندیزونه ولګول


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، جوبایډن د جمعې په ورځ د سپتمبر۱۵ (وږي۲۴مه) د ۲۲ کلنې کردۍ ایرانۍ میرمنې مهسا امیني د مړینې د لومړۍ کلیزې په درشل کې چې د ایران د ګشت ارشاد پولیسو" په توقیف کې مړه شوې وه، په ایران کې د بشري حقونو څخه د سرغړونکو په وړاندې یو شمېر نور بندیزونه ولګول.

ولسمشر بایډن په یوې وینا کې چې سپینې ماڼۍ خپره کړې ویلي دي چې تر دې مخکې هم د امریکا متحدو ایالتونو د مهسا امیني د وژنې په تړاو په ایران کې د بشري حقونو پر ۷۰ سرغړونکو بندیزونه لګولي وو.

په ایران کې د حکومت ضد پراخ لاریونونه د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې وروسته له هغه پیل شول چې ۲۲ کلنه ایرانۍ کردۍ مهسا امیني د ایران د 'ګشت ارشاد پولیسو' له خوا د مناسب حجاب د نه اغوستلو له امله ونیول شوه او بیا د اخلاقي امنیت پولیسو حوزې ته یوړل شوه. نوموړې څو ساعته وروسته، د امبولانس په واسطه روغتون ته په ډیر نازک روغتیايي حالت کې یوړل شوه،‌ چیرې چې درې ورځې وروسته یې د مړینې خبر خپور شو.

ولسمشر بایډن په خپلې وینا کې ویلي، د شنبې ورځ (د سپټمبر په ۱۶مه) چې د مهسا امیني د مړینې له کلیزې سره سمون خوري، له خپلې مېرمنې جیل بایډن سره په ګډه به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له هغو کسانو سره چې د دغې ۲۲ کلنې ایراني مېرمنې د لومړۍ کلیزې په یادغونډه کې ګډون کوي، یوځای شي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې همدا راز راغلي، چې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته چې په ټول ایران کې د پراخه سوله ییزو لاریونونو لامل شو، د ایران واکمن رژیم لا هم لاریون کوونکي وژني او زنداني کوي،‌ هغه کسان چې د سپینې ماڼۍ د اعلامیې پر بنسټ یوازې دیموکراسي او خپل انساني کرامت غواړي.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، د ایران د حکومت له خوا د لاریون کوونکو پر وړاندې زور زیاتي او د هغوی د ځپنې سره سره، ایراني اتباع لا هم د ازادۍ او دیموکراتیکو ارزښتونو لپاره مبارزه کوي.

د اعلامیې له مخې، ایرانیان به پخپله د خپل هیواد برخلیک وټاکي، خو په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالتونه نه یوازې د دوی تر څنګ دریدو ته، بلکې د راتلونکي لپاره د هغوی څخه ملاتړ ته ژمن دی.

همدا راز د مهسا امیني د مړینې د لومړۍ کلیزې په مناسبت، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ۲۵ ایراني چارواکو او بنسټونو بندیزونه ولګول چې د لاریون کوونکو په وژلو یا توقیفولو کې یې لاس درلود.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې پر ۱۳ ایراني چارواکو او نورو هغو کسانو چې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته یې د لاریون کوونکو په ځپلو کې لاس درلود، نوي بندیزونه لګول شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې امریکا تر دې مخکې پر ۴۰ ایراني چارواکو او نورو هغو کسانو چې د سوله ییزو اعتراض کوونکو په ځپلو کې یې لاس درلود، د ویزو بندیزونه لګولي دي.

بلخوا د امریکا د مالیې وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د مهسا امیني د مړینې د لومړۍ کلیزې په مناسبت یې د ایران پر ۲۹ حقیقي او حقوقي شخصیتونو بندیزونه لګولي دي، ځکه دغو کسانو او بنسټونو د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي سوله ییز لاریونونه په تاوتریخوالي سره ځپلي دي.

د دغې اعلامیې له مخې، په دغو کسانو کې د ایران د 'سپاه پاسداران انقلاب' او د ایران د امنیتي ځواکونو ۱۹ غړي شامل دي. همداشان د فارس خبري اژانس، تسنیم او پریس ټي وي په ګډون درې ایراني رسنۍ او د دغو رسنیو درې لوړپوړي چارواکي د امریکا په نویو بندیزونو کې شامل شوي دي.

د امريکا د ماليې وزارت په یادې اعلاميه کې دا هم ویل شوي، چې د ايران رژيم اوس هم نه یوازې لاريون کوونکي نیسي، بلکې د هغه هېواد د حکومت پر ضد د اعتراضونو مخه نیسي او انټرنټ ته د لاريون کوونکو لاس رسی محدودوي.

د ایران امنیتي چارواکو ددغه هېواد په لر او بر کې د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې، څه باندې شل زره لاریون کوونکي نیولي او بندیان کړي دي. همدا راز د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰۰ لاریون کوونکي وژلي دي.

د ناروې په پلازمینه اوسلو کې میشت د ایران د بشري حقونو د څار ادارې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۷مه یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي چې په ایران کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه لاریون کوونکي له داسې تورونو سره مخامخ دي چې د مرګ سزا ورته ورکول کیږي.

د تېر کال د سپټمبر په ۱۶مه، د مهسا امیني له مړینې وروسته، د ایران حکومت د پراخو مظاهرو شاهد و. د ایران حکومت هغه مظاهرې او لاریونونو ته د "بلوا" نوم ورکړ او سخت یې وځپل. دا مظاهرې او لاریونونه د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب وروسته یو له هغو سترو ننګونو څخه وو چې د ایران رهبري ورسره مخامخ شوی ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG