د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د داعش شاوخوا ۳۰۰۰ جنګیالي فعال دي- امریکا


د طالبانو حکومت د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب اتمه) وویل چې په کابل ښار کې یې د اسلامي دولت (داعش) ډلې پر یو پټنځای باندې د عملیاتو په ترڅ کې ددغې ډلې دوه لوړپوړي قومندانان وژلي دي.

ددې اعلان څو ساعته وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې داعش په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰۰ جنګیالي لري او په دغه هېواد کې ترهګریز فعالیتونه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیې کې وویل چې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې سیمې کې د یکشنبې شپې په عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګي پوځي او عملیاتي مسئول قاري فاتح وژل شوی دی.

په اعلامیې کې ویل شوي: "قاري فاتح د خراسان له پاره د داعش اميرالحرب، بیا د کونړ لپاره مسئول، د مشرقي زون لپاره مسئول او اوس د داعش د خراسان د څانګې د امنيت د ادارې يا د عملياتي ادارې عمومي مسئول و، چې د داعش ټول عمليات د ده په قومانده ترسره کيدل."

مجاهد زیاته کړې چې فاتح په کابل کې پر دیپلوماتیکو ماموریتونو، جوماتونو او نورو اهدافو د وروستیو بریدونو طراح وو.

داعش تر دا مهاله د خپل لوړپوړي مشر د وژل کېدو په اړه د طالبانو ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

مجاهد د دوشنبې د ورځې په خپله اعلامیه کې تایید کړه چې د دې میاشتې په پیل کې د طالبانو د تروریزم ضد عملیاتو په ترڅ کې د هند نیمې وچې دپاره د داعش خراسان څانګې مشر اعجاز امین اهنګر له خپلو دوو قوماندانانو سره ووژل شو. هغه د جزیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې په وروستیو ورځو کې "د داعش یو شمېر غړي چې بهرنيان هم پکې شامل دي"، نیول شوي دي.

داعش تېره اونۍ د "آهنګر" چې د ابو عثمان الکشمیري په نوم هم یادېده، وژل کېدل تایید کړل او ویې ویل چې نوموړی د فبرورۍ په ۱۴مه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی، خو دقیق ځای یې نه دی یاد کړی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو راهیسې طالبان وخت په وخت د داعش پر ضد د خپلو عملیاتو خبر ورکوي.

داعش په دغه موده کې په افغانستان کې پر ملکي هدفونو، د طالبانو پر چارواکو او بهرنیو دیپلوماتیکو مرکزونو باندې پراخ بریدونه کړي دي.

متحده ایالات د داعش خراسان څانګه ددغې تروریستي ډلې خطرناکه برخه بولي او په وړاندې یې د طالبانو د ترهګرۍ ضد عملیاتو د اغېزمنتوب په اړه شک ښيي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د نړیوال تروریزم په اړه د ۲۰۲۱ کال راپورخپور کړ. پدې راپور کې یادونه شوې چې داعش او نورو سیمه ایزو ترهګرو ډلو خپل "فعال شتون" ساتلی او په افغانستان کې یې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي دي.

په راپور کې ویل شوي: "د داعش خراسان څانګه د ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ جنګیالیو په لرلو سره د یو مقاومت لرونکي دښمن په توګه پاتې ده. که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې د تروریستي ډلو مخه به نیسي چې د افغانستان له خاورې څخه پر متحده ایالاتو یا نورو باندې بریدونو ونکړي، خو د القاعدې او داعش خراسان ډلو د بهرنیو عملیاتو د مخنیوي په برخه کې د دوی وړتیا او لیوالتیا روښانه نه ده."

نړیوالې ټولنې تر اوسه طالبان د افغانستان د مشروع واکمنانو په توګه نه دي پیژني او له هغوی یې غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي، د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لیرې کړي، له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د یوه سیاسي ټول شموله حکومت له لارې په هیواد کې واک وچلوي.

طالبان د خپلې حکومتولۍ دفاع کوي او وايي چې اداره یې د افغانستان له کلتور او اسلامي شریعت سره سمون لري. دوی همداراز په افغانستان کې د داعش د زرګونو جنګیالیو د شتون راپور بې اساسه بللی دی.

XS
SM
MD
LG