د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د فلسطینیانو د وژنې بیطرفه څیړنه نه مني


مارچ ٣١، فلسطینیان د غزې او اسرائیل پر پوله باندې د اسرائیلي سرتیرو په ډزو یو ټپي شوی کس روغتون ته وړي.

اسرائیل وایي په وژل شویو پنځلسو فلسطینیانو کې لس تنه معلومداره ترهگر وه چې د پولې څخه یې د اوښتو هڅه کوله.

د جمعې په ورځ د غزې په تړانگه کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ په اخ و ډب کې د وژنو تر څنگ ١۴٠٠ کسان ټپیان شوې هم وه او دا ٢٠١۴ کال راهیسي تر ټولو خونړۍ جگړه وه.

د اسرائیل پوځ وایي، سرتیرو یې هغه مهال پر فلسطینیانو ډزې وکړې چې هغوی د پولې د کټارو د ماتولو هڅه وکړه، او اسرائیلیان یې پر لاسي بمونو وویشتل.

یو فلسطینی د اسرائیلي سرتیرو په لور ډبرې ورغورځوي.
یو فلسطینی د اسرائیلي سرتیرو په لور ډبرې ورغورځوي.

د دفاع وزیر اویگدور لیبرمین وایي د اسرائیل سرتیرو ته باید د خپلې خاورې د دفاع په خاطر د میړانې مډالونه ورکړل شي.

ښاغلي لیبرمین زیاته کړه چې اسرائیل به د هیڅ ډول بې طرفه تحقیقاتو سره مرسته ونکړي او حماس یې په دې گرم وباله چې د خپلو اعمالو د پټولو لپاره د ښځو او ماشومانو څخه د سپر کار اخلي.

امریکا هم د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د خغې اعلامیه مخه ونیوله چې ددې ارگان څخه د جمعې د ورځې د قضیې د څیړنې غوښتنه شوې وه.

اردغان او نتانیاهو

په غزه کې له خونړۍ پیښې وروسته د ترکیې ولسمشر رجب اردغان د اسرائیلو ولسمشر بنیامین نتانیاهو "ترهگر" وباله.

ښاغلي نتانیاهو په ځواب کې ورته ویلي دي چې اردغان دې لومړۍ خپل ځان ته وگوري چې د کردانو سره څه کوي او اسرائیلو ته د اخلاقو درس نه ورکوي.

د غزې مشران خپلو زمکو ته د فلسطینیانو د بیرته ستنیدلو غوښتنه کوي او شپږو اونیو د لاریون پلان یې جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG