د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا د کروناویروس په وجه قرنطین شوه


ایټالیا د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ددې هیواد په شمال کې ټینگ شوی قرنطین ټول هیواد ته وغځوه.

د ایټالیا صدراعظم جوزپې کونتې د دوشنبې په ماښام یو فرمان لاسلیک کړ او د خپلو خلکو یې وغوښتل چې له خپلو سیمو څخه یوازې د مهمو کارونو، روغتیایي چارو او نورو مهمو دلیلونو په وجه بهر ته ووځي.

ایټالیا همداشان د فوټبال د سیالیو په گډون په ټولو عمومي غونډو بندیز لگولی دی.

له بلې خوا د ایټالیا د اقتصاد مرستیالې وزیرې نن د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې ښایي ایټالیا خپلو خلکو ته اجازه ورکړي چې د کروناویروس په وجه د کورونو کرایې او د یو لړ مالیاتو له ورکړې ډډه وکړي.

لورا کستیلي همداشان ویلي دي چې د کورنیو سره د مرستې مقررات چې د چهارشنبې په ورځ به خپاره شي پدغه سخت اقتصادي حالت کې د کورنیو سره مرسته وشي.

هغې زیاته کړې چې: "مونږ پدې هکله اندیښمن یو او پدې خاطر پر بانکونو باندې فشار راوړو چې د کرایو د اخیستلو په ځنډولو کې مرسته وکړي."

په ایټالیا کې شدغه ویروس د دوو اونیو په ترڅ کې ۴٦٣ کسان مړه شوي دي.

دغه ویروس د چین له پولو بهر د افغانستان په ګډون په ۱١۵ هیوادونو کې خپور شوی دی، چې په نړیواله کچه یې د اخته شویو کسانو شمیر څه دپاسه ۱۱٦ زره تنه دی او ددې وجې د مړینو شمیر یې شاوخوا ۴١٠٠ تنو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG