د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا: مهاجر وړونکو جرمني الوتکو ته د کښیناستو اجازه نه ورکوو


د جرمني د ستر هوایي شرکت لوفتهانزا الوتکې
د جرمني د ستر هوایي شرکت لوفتهانزا الوتکې

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې که جرمني مهاجر بیرته استوي د هغه هیواد الوتکو ته به د ایټالیا په هوایي ډگرونو کې د کښیناستو اجازه ورنکړي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر متیو سالویني د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ٧) په خپل ټویټر ولیکل "خپل هوایي ډگرونه به وتړوو، هماغسې مو چې خپل سمندري بندرونه وتړل."

د ایټالیا حکومت د څه مودې راهیسې د مرسته رسوونکو سازمانونو بیړیو ته چې په مدیترانه بحیره کې سرگردانه پناه غوښتونکي او مهاجر ژغوري د هغه هیواد په سمندري بندرونو کې د لنگر اچولو اجازه نه ورکوي.

ایټالوي رسنیو رپوټ ورکړی چې جرمني په پام کې لري یو شمیر مهاجر د هوا له لارې ایټالیا ته انتقال کړي، که څه هم چې جرمني مقاماتو تر اوسه دا ډول کومه طرحه نه تائید کړې او نه هم رد کړې ده.

د اروپایي اتحادیې مقررات ایجابوي، هر هغه اروپایي هیواد ته چې مهاجر او پناه غوښتونکي لومړی ورشي ثبت او راجستر شي د پناه غوښتنې چارې یې باید په هماغه هیواد کې پیل شي.

اکثر هغه مهاجر چې د افریقا د شمال هیوادونو نه په کوچنیو بادي بیړیو کې د مدیترانې بحیرې د خطرناکه لارې اروپا ته مخه کوي لومړی ایټالیا ته ځي او بیا له هغه ځایه د اروپایي اتحادیې نورو هیوادونو ته ځي.

په اروپا کې د مهاجرت د کړکیچ په وخت - ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ - کلونو کې څه دپاسه یو میلیون مهاجر چې په عمده توگه د افغانستان، سوریې او عراق اوسیدونکي وو جرمني ته لاړل، خو د تازه شمیرو له مخې دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتگ کچه راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG