د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر افغان حکومت او طالبانو فشار راوړي چې اور کم کړي- خلیلزاد


یوناما هم په افغانستانه کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې امریکا پر دواړو غاړو« افغان حکومت – او طالبانو» فشار راوړي چې تاوتریخوالی کم کړي.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه اکتوبر۲۴ (لړم۳) پر خپل ټویټر لیکلي چې د امریکا متحده ایالات پر یاد هدف د تمرکز لپاره فشار راوړي چې دواړه غاړې ژر تر ژره د سولې لار پیدا کړي.

هغه زیاته کړې: "متحده ایالتونو په ځانګړې توګه پر دغه هدف تمرکز کړی او پر دواړو غاړو فشار اچوي چې اورکم کړي او ژرترژره د سولې لار وموندي."

نوموړی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې د پېښو راپورونه زیات شوي دي.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ټینګار سره ویلي چې د روان وضعیت پای ته رسېدو ځواب یوازې په اوربند ټينګېدو کی دی: "د دغو غمیزو حالاتو ځواب په بیړني اورکم کیږي، چې د ټولو غاړو لخوا د اوربند سبب وګرځي. ځواب دا دی چې یوه سیاسي جوړجاړي ته بیړه وشي."

نوموړي دغه څرګندونې په تخار ولایت کې پر یوه جومات د افغان ځواکونو وروستي هوايي برید او د افغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو ډله ییزو او ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو ته په اشاره کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په وینا په تخار کې تېره اونۍ پر یوه جومات د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۱۲ ماشومان ووژل شول او د ملا امام په ګډون ۱۸ ټپیان شول.

بلخوا تېره ورځ په کابل او غزني کې ماین چاودنې او ځانمرګي برید ۳۳ ملکي وګړي ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل.

یوناما هم په کابل کې کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید غندلی او جنګي جنایت یې بللی دی.

یوناما ویلي چې د یاد برید عاملین باید محاکمه شي: "هر يو بايد ددغه وروستي تاوتريخوالي دمخنيوي لپاره، په ځانګړي ډول هغه چې دافغانستان پر ملکيانو اغيز لري خپلې هڅې دوه برابره کړي، او په خبرو اترو دې بيا تمرکز وشي چې يوسوله ييز سياسي ثبات رامنځ ته شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا تېره ورځ وویل چې تېره اونۍ د طالبانو په بریدونو او ماین چاودنو کې ۵۱ ملکیان وژل شوي او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG