د لاس رسي وړ اتصالات

هند وايي د افغان سولې په اړه له مهمو اړخونو سره ګډ کار کوي


هند وايي په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان سولې په اړه د مهمو کلیدي اړخونو سره په ګډه کار کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیري سوشما سواراج په هند کې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار پر خپل ټوېټر لیکلي چې ښاغلي خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره په دوحه کې د افغان سولې د روانو خبرو معلومات شریک کړل.

نوموړي ویلي"دواړو لورو همدارنګه د افغانستان د پرمختګ او سولې په برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو پر رول خبرې وکړې،هند به په راتلونکو څو ورځو کې له کلیدي غړو سره ګډ کار وکړي."

دوی د دوشنبې په ورځ (مۍ۶) په ډیلي کې سره لیدلي دي.

خلیلزاد د افغان سولې بهیر کې د هند د ملاتړ راجلبولو او باور فضا رامنځته کولو په هدف له طالبانو سره د سولې د روانو خبرو جزئیاتو شریکولو په هدف تېره ورځ دغه هېواد ته تللی.

نوموړی داسې مهال پر افغان سولې د بحث لپاره هند ته تللی، چې ټاکل شوې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ شپږم دور خبرې تر یوې ورځنۍ وقفې وروسته نن سې شنبه بېرته پيل شي.

په دغو خبرو کې د روژې میاشتې د لومړۍ ورځې په مناسبت رخصتي راغلې وه.

که څه هم طالبانو تېره ورځ ویلي و چې د دواړو لورو ترمنځ پر دوو مهم مسئلو خبرې روانې دي، خو د بندو دروازو تر شا د دغو روانو خبرو بشپړه جزئیات لا رسنیز شوي نه دي.

په قطر کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات چې دغه مذاکرات له نژدې څاري، تېره ورځ په دغو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی و.

هند له افغانستان سره تر امریکا، جاپان، جرمني، او بریتانې وروسته د سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی.

XS
SM
MD
LG