د لاس رسي وړ اتصالات

د کرملین ویاند: زوی مې له پوځي خدمت ندی تښتیدلی، اوکراین کې یې دنده ترسره کړې  


د کریملن ویاند دیمیتري پیسکوف
د کریملن ویاند دیمیتري پیسکوف

د روسيې د جمهوري ریاست وياند نن د اپريل په ٢٤مه (غوایي ٤مه) وويل، چې د هغه زوى نيکولاى پېسکوف پر اوکراين د روسيې په پوځي يرغل کې برخه اخيستې او هغه راپورونه يې رد کړل، چې ګواکې هغه له اجباري پوځي خدمت څخه تښتېدلی دی.

د کرملن ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې زوی یې په خپله د پوځي خدمت پرېکړه کړې وه او په "ځانګړو پوځي عملیاتو" کې یې برخه اخیستې، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

د واګنر د اجیرې پوځي ډلې بنسټ ایښودونکي، یوګیني پریګوژین تیره اونۍ وویل چې نیکولای پیسکوف د هغه د خصوصي پوځي شرکت د ځواکونو تر څنګ د اوکراین په ختیځ کې شپږ میاشتې په اردو کې دنده ترسره کړې.

هغه زیاته کړه چې ۳۳ کلن نیکولای، په یو بل نوم سره، د توغندیو په اوپراتیفي واحد کې دنده ترسره کوله او په "زړورتیا او اتلولۍ" سره جنګیدلی دی.

پریګوژین زیاته کړه چې دا وضعیت د عامو خلکو لپاره غیر معمولي ګڼل کیږي ځکه ټول فکر کوي چې لوړ پوړي چارواکي خپل اولادونه پټوي چې جګړې ته ولاړ نشي.

د پریګوژین له څرګندونو وروسته، د کومسمولسکایا پراودا خپرونې د نیکولای سره مرکه خپره کړه، چې هغه ویلي خپله دنده یې ترسره کړې او د خپل خدمت لپاره یې مډال هم ترلاسه کړی دی.

شپږ میاشتې مخکې نیکولای په دې تورن شو چې پوځي خدمت ته له جلب وروسته یې د تیښتې هڅه کړې ده.

XS
SM
MD
LG