د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د پولیو سره روانه مبارزه بریالۍ ده - روغتیاپالان


د کندز ولایت یو شمېر روغتیاپالان وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په دې ولایت کې د پولیو واکسین د ښه تطبیق ترڅنګ روغتیايي خدمات هم ښه شوي دي.

دغه روغتیاپالان زیاتوي چې د پولیو سره روانه مبارزه د ماشومانو د ژوند خوندیتوب لپاره لا چټکو اقداماتو ته اړتیا لري.

د افغانستان په شمال کې د پولیو ویروس سره روانه مبارزه په بریالۍ ټوګه ترسره شوې خو هېواد ته د کډوالو په راستنیدو سره هم مهاله د خلکو تشویش دا دی چې یو ځل بیا د ګوزڼ ویروس خپور نه شي.

روغتیاپالان د نورو روغتیايي خدماتو ترڅنګ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د ښه تطبیق غوښتنه هم کوي.

کندز ولایت کې ډاکټر حضرت علي قمرزی له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د پولیو کمپاینونه په ښه توګه تطبیق کیږي او د واکسین اخیستونکو ماشومانو شمېر هم لوړ شوی دی.

ډاکټر قمرزي وویل: "دا چې د یو کال څخه راپدیخوا د یونیسف اداره، د روغتیايي نړیوال سازمان او د عامې روغتیا وزارت په مرسته په دې ولایت که د هر کمپاین په ترڅ کې میلیونونو ماشومانو ته واکسین تطبیقیږي، دا یوه ښه لاسته رواړنه ده چې پخوا به د جنګونو او نا امنيو له امله ټکنی کیده خو اوس مهال دا لړۍ ډیره په چټکې سره روانه ده."

نوموړي زیاته کړه، دا هم یو حقیقت دی چې د ځینې خلکو په ذهنونو کې اوس هم مغشوش کوونکي او ناسم افکار پراته دي، نو ځکه په دې اړه لا هم عامه پوهاوي ته اړتیا لیدل کیږي.

په همدې حال کې د کندز ولایت د حوزوي روغتون د ماشومانو د برخې متخصص، ډاکټر اسماعېل دانش امریکا غږ ته وویل چې د پولیو سره مبارزه د ټولو قشرونو ګډ مسؤولیت دی او ددیني عالمانو او د ډاکټرانو رول د عامه پوهاوي په برخه کې ولسونه ته ډیر مؤثر تمامېدلی شي.

د نوموړي په وینا: "د ویروس په محوه کولو کې ټول وګړي مسؤولیت لري خو په ځانګړې توګه بیا ډاکټران او علما د عامه پوهاوي په برخه کې ډیر زیات مؤثر تمامیدلی شي. له چارواکو څخه زمونږ غوښتنه دا ده چې روغتیایي خدمات نور هم پیاوړي کړي او لرو پرتو سیمو ته دې ورسوي."

د پولیو په اړه د خلکو عامه پوهاوی کم او په پرتله یې منفي افکار زیات وي نو ځکه روغتیا وزارت، علما، ډاکټران مسؤولیت لري چې د رسنیو په واسطه عامه پوهاوی ترسره کړي.

روغتیاپاله مرسل نادري بیا د ګوزڼ ناروغي یوه لاعلاجه ناروغي بولي او زیاتوي چې ټولې کورنۍ دې خپلو هغو ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي تطبیق کړي چې عمرونه یې کم دي.

اغلې نادري د کوزڼ ویروس پر وړاندې د ماشومانو د وجود وقایه کولو یوازنۍ لار دوه څاڅکې واکسین بولي.

نوموړې وویل: "لکه څرنګه چې پوهیږو پولیو خپله یوه ساري ویروسي او د تل لپاره معیوب کوونکې او حتا وژونکې ناروغي ده چې تداوي نه لري خو مخنیوی یې د پولیو د دوه څاڅکو واکسین له لارې کیدلی شي."

د کندز قومي مشر، آغامیر ناصري بیا امریکا غږ سره په خبرو کې د پولیو ویروس یوه خطرناکه ناروغي وبلله او د روغتیا وزارت څخه یې وغوښتل چې کمپاینونه دې په ټاکلې مودې ترسره کړي او که ځینو منطقو کې مساجد نه وي نو واکسیناتوران دې کور په کور وګرځي تر څو ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د پولیو ویروس سره د هېواد په شمال حوزه کې ښه مبارزه شوې او له نیکه مرغه د پولیو هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG