د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: کمیسیون باید د رائیو شفافیت خوندي او شکایتونه وڅیړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، د امنیتي ګواښونو او تخنیکي ستونزو سره سره په افغان ولسمشریزو ټاکنو کې د رای ورکوونکو، د ټاکنو د کار کوونکو او امنیتي سرتېرو زړورتیا د ستاینې وړ ده.

ښاغلي پمپیو پرون دوشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي، چې یادو کسانو له ګڼو ستونزو سره سره د انتخاباتو تر سره کېدل ممکن کړل.

نوموړي ویلي، چې ټول افغان بنسټونه باید د ټاکنو په نتایجو کې شفافیت ته پام وکړي او ثبت شوي شکایتونه وڅېړي.

ښاغلي پمپیو لیکلي: "موږ د افغان رای ورکوونکو د ټاکنو د کار کوونکو او امنیتي ځواکونو زړه وړتیا ستایو، چې د افغانستان ټاکنې یې تخنیکي او امنیتي ګواښونو سره سره ممکنې کړې. د افغانستان بنسټونه باید ټول هغه اقدامات وکړي چې د ټاکنو د نتایجو شافیت خوندي کړي او شکایتونه وڅېړل شي."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ د «تلې پر شپږمه» نېټه تر سره شوې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن سې شنبه وویل، چې هڅه به وکړي چې د نن ورځې تر پایه په ټول هېواد کې د کارول شویو رایو شمېر اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ ویلي و، چې د رای ورکولو په ۳۷۳۶ مرکزونو کې ۲میلیونه ۱۹۶زره او ۴۳۶ تنو رایه ورکړې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون همدارنګه وویل، چې د یادو ټاکنو ابتدايي پایله به د روانې «تلې» میاشتې پر ی۲۷مه او وروستۍ پایله به د «لړم میاشتې» پر ۱۶مه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG