د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا نړۍ کې لږ تر لږه ۴۰میلیون ماشومان له زده‌کړو محروم کړي ـ یونیسف


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې (یونیسف) یوه تازه څېړنه ښيي چې د کروناویروس وبا په نړۍ کې لږ تر لږه ۴۰ میلیونه ماشومان له لومړنیو زده‌کړو څخه محروم کړي دي.

د دغې ادارې د څیړنې په اساس ټاکل شوې وه چې په دغه شمیر ماشومان له ښوونځي وړاندې زده‌کړو لپاره په تعلیمي مراکزو کې شامل شي خو د تعلیمي ادارو د تړل کېدو له امله دوی له زده‌کړو محروم شول.

د یونیسف اجرائيوي مشرې هنریتا فور ویلي: "د کوید۱۹ ناروغۍ له د ښوونې او روزنې په بهیر کې ځنډ د دې لامل کېږي چې ماشومان ونشي کولی په سمه توګه زده‌کړې پیل کړې".

د اغلې هنریتا فور پر وینا د کوچنیوالي د دورې زده‌کړې چې د ماشومانو د ذهني ودې اساس جوړوي د کروناویروس له امله له جدي ګواښ سره مخامخ شوي دي.

د یونیسف د څیړنې په اساس اکثره هغه ماشومان چې د کروناویروس له امله په کورونو کې قرنطین شوي دي، د لوبو او لومړنیو زده‌کړو زمینه ورته نه ده برابره شوې.

د یونیسف اجرائیوي مشرې ویلي د کروناویروس نړیوالې وبا له ماشومانو څخه د مراقبت چارې لا خرابوي او له دغه کړکیچ څخه د وتلو او د ماشومانو د زده‌کړو لپاره کورنۍ د حکومتونو ملاتړ ته اړتیا لري.

د کوید۱۹ وبا له امله په افغانستان کې هم د ښوونې بهیر په ټپه ودرول شوی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۲ (زمري لومړۍ) امریکا غږ ته وویل چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه وزارت د لومړنیو زده‌کړو په مرکزونو کې د تنکیو ماشومان د نوم‌لیکنې بهیر ودرولی دی.

د هغې پر وینا په افغانستان کې د کروناویروس له خپرېدو وړاندې ښايي یو شمیر ماشومانو د لومړنیو زده‌کړو لپاره نوم‌لیکنه کړې وي خو کره شمېره یې تراوسه نه ده څرګند شوې.

اغلې نزهت وویل چې د پوهنې وزارت په روان لمریز کال کې په دولتي ښوونځیو کې د شاوخوا یو میلیون ماشومانو د جذبولو لپاره چمتوالی نیولی و.

XS
SM
MD
LG