د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د سودان په لویدیځ دارفور کې ۸۰ تنه وژلي


تاسو په نقشه کې ختیځ دارفور کې ګورئ
تاسو په نقشه کې ختیځ دارفور کې ګورئ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېروس د سودان له چارواکو غوښتي چې د خلکو امنیت خوندي کړي.

ښاغلي ګوتیروس له هغه وروسته دا غوښتنه وکړه چې ناپېژندل شویو وسله والو د لویدیځ دارفور د کرېنډېنګ د کډوالو په کمپ او نورو سیمو کې شاوخوا ۸۰ تنه ووژل او ۱۶۰ نور یې ژوبل کړل.

حکومت له دغې پېښې وروسته په سیمه کې اضطراري حالت اعلان کړی دی او والي محمد عبدالله الدومه سلګونه سرتېري سیمې ته استولي دي.

د ملګرو ملتونو مشر په یوې اعلامیې کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او زخمیانو ته یې عاجله شفا غوښتې ده.

والي وايي چې دا پېښه له هغې وروسته وشوه چې د جمعې په ورځ د «مسالیت» قبېلې په یوې شخصې مسئلې کې د «عرب» قبېلې یو کس وواژه. وايي قاتل نیول شوی او لویې څارنوالۍ د پېښې پلټنه پیل کړې ده.

والي محمد عبدالله الدومه د «ساوت سودان ان فوکس» خبري ادارې ته ویلي دي چې د شنبې په سهار سلګونه وسله وال د غچ اخیستلو لپاره په لویدیځ‌ دارفور باندې حمله کړې ده.

هغه وویل: « پر کمپ د برید هېڅ‌ دلیل نشته. زه نپوهېږم چې قاتل د دغه کمپ دی که نه. دا یو فردي کار و، خو هغوی د کمپ درېیمه برخه سوځولې او یو شمېر کسان یې وژلي دي. موږ لا هم مړي‌ شمېرو. بریدګرو ودانۍ هم لوټلي دي.»

سلګونه کسان له کمپ څخه تښتېدلي دي.

د یکشنبې په سهار د «سودان د ډاکټرانو مرکزي کمېټې» راپور ورکړ چې په دغې پېښې کې ۸۳ کسان وژل شوي څه باندې ۱۶۰ نور ژوبل شوي دي، خو چارواکي وايي‌ شاید تلفات زیات وي.

د لویدیځ دارفور والي وايي چې ولسي خلک سپکې او درنې وسلې لري چې باید ترې واخیستل شي. د هغه په خبره دغه کار د سولې د شوي تړون د عملي کېدو په مخکې کې لوی خنډ دی.

په دارفور کې د ملګرو ملتونو د افریقا د سوله ساتو ځواکونو ماموریت د تېر ډسمبر په اخره کې ختم شو. دوی هلته د ولسي خلکو د ساتلو ماموریت درلوده چې اوس ترې راوتلي دي.

د سودان لوی څارنوال تاج السیر الحبر امریکا غږ ته وویل چې دوی د پلټنونکو یوه ډله استولې ده چې د بریدګرو په ضد جنايي قضیې ثبتې کړې.

د ۲۰۲ د اکتوبر په میاشت کې د سودان انتقالي حکومت په دارفور کې له یو شمېر وسله والو ډلو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

په تړون کې راغلي چې د لویدیځ دارفور د سیمې د امنیت لپاره ۱۲۰۰۰ ګډ امنیتي ځواک جوړ شي،‌ خو دا ځواک لا نه دی تشکیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG