د لاس رسي وړ اتصالات

د ناسا پلټونکې سپوږمکۍ له ځمکې سره د ۲۰ میلیارده کیلومتره لیرې واټن څخه اړیکه ونیوله


د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي فضايي څېړنو مرکز (ناسا) ویلي دي، هغه سپوږمکۍ چې په ۱۹۷۷ م کال کې یې فضا ته استولې وه، ځمکې ته د سیګنالونو په استولو سره وښودله چې دغه سپوزمکۍ لا هم فعاله دی.‌

د ناسا د چارواکو په وینا، د وویجر-۲ په نوم پلټونکې سپوږمکۍ چې له ځمکې څخه ۱۹.۹ میلیارده کیلومتره لیرې موقعیت لري، په تیرو څو ورځو کې یې له ځمکې سره یې اړیکه پرې شوې وه.

ناسا همداراز ویلي چې د جولای په ۲۱مه نېټه، د ځمکې څخه دغه سپوزمکۍ ته د لارښونې سینګالونه واستول شول، خو دغه اقدام په تیروتنې سره ددې لامل شو چې یاد سپوږمکۍ انتن د ځمکې څخه دوه درجې انحراف ومومي.

د ناسا د چارواکو په وینا، تمه نه کیدله چې دغه ستونزه دې تر هغه وخته پورې حل شي تر هغه چې دغه سپوږمکۍ د اکتوبر پر ۱۵مه په اټوماټیک ډول یو مانور ترسره کړی وای.‌

خو د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي فضايي څېړنو مرکز (ناسا) د دوشنبې په ورځ په خپلو ټولنیزو شبکو کې ځمکې سره ددغه پلټونکي سپوږمکۍ د بیا اړیکې د نیولو خبر ورکړ.‌

ناسا په یوې خبرپاڼۍ کې وویل:"د فضا د ژوروالی تحقیقاتي‌ شبکې د ناسا د سپوږمکۍ څخه سیګنالونه ترلاسه کړي چې موږ ته دا په ډاګه کوي چې فضایی بیړۍ خوندي ده."

"د فضا د ژوروالی تحقیقاتي‌ شبکه" د ناسا د لویو راډیویي انتنونو ټولګه ده چې د ځمکې د کرې په بیلابیلو برخو کې ځای پرځای شوي دي.

د ناسا دغه سپوږمکۍ (وویجر-۲) د ۲۰۱۸م کال، په ډسمبر کې، د لمر د مقناطیسي محافظتي حباب چې د هیلیوسفیر په نوم پیژندل کیږي، څخه تیر شو، او اوسمهال په فضا کې د ستورو په منځ کې مزل کوي.

د شمسي نظام څخه د تیریدو دمخه، دغه سپوږمکۍ د مشتري او زحل سیارې وپلټلې او تر اوسه پورې لومړنۍ او یوازینۍ فضايي بیړۍ وه چې د اورانوس او نیپتون سیارې ته یې کتلې دي.

په ورته وخت کې، ناسا ویلي چې ددې ادارې یوه بله تحقیقاتي سپوږمکۍ چې د وویجر-۲ سپوږمکۍ سره ورته دی او اوس له ځمکې څخه ۲۴ ملیارد کیلومتره واټن لري، خپل فعالیت ته به دوام ورکړي او "د فضا د ژوروالی د تحقیقاتي‌ شبکې" سره به په اړیکه کې پاتې شي.

د ناسا دغه سپوږمکۍ د انسان په لاس لومړنی جوړ شوی فضايي بیړۍ ده چې په ۲۰۱۲ کال کې د لمریز نظام څخه بهرنۍ فضا ته دننه شوه او اوس د ستورو په منځ کې مزل کوي.

ناسا ویلي چې دا دوه سپوږمکۍ چې هر یو یې د نږدې ۱۲ سانتي مترو په اوږدوالي په سرو زرو پوښل شوي د مسو همواره دړې له ځانه سره لیږدوي، د شمي‌ نظام څخه بهر نړۍ ته به زموږ حکایت بیان کړي.‌

همدا راز دغه دواړه سپوږمکۍ له ځانه سره د ځمکې یوه نقشه، د یورانیمو یوه ټوټه چې د راډیو اکټیف ساعت په توګه کار کوي او د دغو فضايي بیړیو د حرکت نیټه ښیي او همدا راز یو قطب نما (لارښود) له ځانه سره لیږدوي ‌چې د دې فضایي بیړیو ثبت شوي محتوياتو څرنګوالي په ګوته کوي.

دغه سپوږمکۍ به تر ۲۰۲۵م کال پورې ځمکې ته معلوماتو لیږي او وروسته له هغه چې دواړه د شیدو لارې کهکشان ته ننوځي بیا به ښایي په دغه کهکشان کې د تل لپاره خاموشه او سرګردانه پاتې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG