د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: د ناټو یو شمیر غړي د روسیې د کمزوري کولو لپاره د اوکراین د جګړې اوږیدل غواړي


ترکیې د چهار شنبې په ورځ اپریل شلمه (وري ۳۱) د ناټو یو شمیر غړي هیوادونه تورن کړل چې د روسیې د کمزوري کولو په هدف د اوکراین د جګړې د اوږدیدو غوښتونکي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو له سي ان ان ترک سره په مرکه کې وویل" په ناټو کې یو شمیر هیوادونه شته چې غواړي جګړه دوام وکړي."

په داسې حال کې چې تیره میاشت په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ مخامخ خبرې کومې پایلې ته ونه رسیدې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل یو شمیر هیوادونه غواړي روسیه کمزورې شي. خو نوموړي د هیڅ هیواد نوم وانه خیست.

د کرملن ویاند دیمیتري پسکوف د چهار شنبې په ورځ اپریل شلمه وویل اوکراین په هغو مواردو عمل نه کوي چې توافق یې پرې کړی وو.

د ناټو غړي هیواد ترکیې له اوکراین سره د ډرون الوتکو مرسته کړې ده خو پر مسکو یې د بندیزونو په لګیدو کې د غربي هیوادونو سره ملتیا نده کړې.

د فرانسې خبري اژانس لیکي له دې چې انقره له کیف او مسکو سره ښې اړیکي‌ لري، هڅه کوي د د واړو لورو ترمنځ منځګړیتوب وکړي او د دواړو هیوادونو د مشرانو د غونډې د کوربتوب وړاندېز یې هم کړی دی.

ترکیې دوه ځله د مسکو او کیف ترمنځ مستقیمو خبرو کوربه کړی دی، لومړی ځل یې د مارچ په ۱۰ نیټه د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په جنوبي ښار انتالیا کې او دویم ځل یې د مارچ په ۲۹ نیټه په استانبول کې د دواړو لورو د خبرو کوربه توب وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش هم د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو ولادي میرپوتین او ولادمیر زیلینسکي سره د خبرو او ملاقات غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د سازمان مشر سټیفن دوجاریک نن چهارشنبه اپریل ۲۰ (وري۳۱) وویل چې ښاغلی ګوتېرش به له ښاغلي پوتین سره په مسکو او ښاغلي زیلینسکي سره په کیف کې ګوري.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه نیټه په اوکراین باندې یرغل پیل کړ چې د زرګونو کسانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو تر څنګ څه باندې پنځه میلیون اوکراینیان هم کډوال شوي دي او میلیاردونه ډالر هم زیان اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG