د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتېرش له پوتین او زیلینسکي سره د ملاقات غوښته کړې 


د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌
د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو ولادي میرپوتین او ولادمیر زیلینسکي سره د خبرو او ملاقات غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د سازمان مشر سټیفن دوجاریک نن چهارشنبه اپریل ۲۰ (وري۳۱) وویل چې ښاغلی ګوتېرش به له ښاغلي پوتین سره په مسکو او ښاغلي زیلینسکي سره په کیف کې ګوري.

نوموړي وویل چې تېره ورځ دغو ولسمشرانو ته د ملاقات غوښتنه سپارل شوې ده.

لا معلومه نه ده چې ایا دغو ولسمشرانو دا غوښتنه منلې ده که نه، او که به یې منلې وي ملاقات به په کومه نېټه کېږي.

تر دې مخکې د ترکیې او فرانسې د ولسمشرانو په ګډون د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هم له دواړو خواو سره کتلي دي خو داسې ښکاري چې دغو دپلوماتیکي هڅو لا کومه ښکاره نتیجه ورکړې نه ده.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه نیټه په اوکراین باندې یرغل پیل کړ چې د زرګونو کسانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو تر څنګ څه باندې پنځه میلیون اوکراینیان هم کډوال شوي دي او میلیاردونه ډالر هم زیان اوښتی دی.

ښاغلي ګوتېرش په اوکراین د روسیې له یرغل را وروسته یو ځل د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره خبرې کړي دي. ښاغلي ګوتېرش روسیه د ملګرو ملتونو د منشور په ماتولو تورنه کړې ده او له دغې خبرې وروسته ولسمشر پوتین د هغه هېڅ تیلیفوني اړیکې ته ځواب نه دی ویلی.

نوموړي همدغه راز په اوکراین باندې د روسیې تازه بریدونه غندلي او د «سپېڅلې اونۍ» له کبله یې له پنجشنبې څخه تر یکشنبې پورې د اوربند غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو مشر همدغه راز ویلي دي چې په قواو تمرکز او د وسلو زیاتول «خشونت، وینې بهېدل او ویجاړتیا» رامنځ ته کوي. هغه ویلي دي چې موقت اوربند به ولسي خلکو ته دا فرصت برابر کړي‌ چې له جنګي سیمو ووځي او همدغه راز زیانمنو شویو سیمو ته بشري مرستو رسول به هم اسان شي.

XS
SM
MD
LG