د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د چین د نفوذ په اړه بحث وکړ


د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران
د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ اپریل پنځمه (وري ۱۶) په دغه تړون کې د فنلنډ له شاملېدو یوه ورځ وروسته د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې غونډه وکړه.

په غونډه کې د آرام سمندر په سیمه او نورو ساحو کې د چین د نفوذ په اړه بحث وشو.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر، پیکا هاویسټو وویل چې مسکو ته د چین د ولسمشر شي جینپینګ سفر یې له نږدې تعقیب کړی او اندېښنه لري چې چین به د اوکراین په وړاندې د روسیې سره نوره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم دا ډیره مهمه ده چې موږ یو مشترک ځواب ولرو او دا به نن وي، دا ډیره مهمه ده چې خپلو د آرام سمندر په حوزه کې خپلو ملګرو ته غوږ شو چې هغوی څنګه د وضعیت ارزونه کوي او د څه وړاندیز کوي."

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر، ټوبیاس بیلسټروم، وویل چې د مې پر ۱۳مه به په سټاکهولم کې د اروپايي ټولنې او آرام سمندر د حوزې د وزیرانو په غونډه کې پر دې موضوع تمرکز کوي. هغه وویل: "زه مطمئن یم چې چین به د بحث یو مورد وي او موږ به وتوانیږو چې په اړه یې بحث وکړو او مشترک ټکي پیدا کړو."

له ناټو سره د فنلنډ یو ځای کېدل د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته یوه لویه ضربه ګڼل کیږي.

په دې نظامي تړون کې د فنلنډ غړیتوب د اروپا په امنیتي لیدلوري کې د ستر بدلون ښکارندویي کوي. ځکه یاد هیواد د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د پخواني شوروي اتحاد له خوا تر ماتې وروسته، بې طرفه پاتې شوی وو.

خو د فنلنډ چارواکو وروسته له هغه له ناټو سره د یوځای کیدو لپاره علاقه مندي ښکاره کړه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ او د مسکو‌ په ګاونډیو کې وېره رامنځ ته شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن وویل: "د یوځای کیدو ددې سند په ترلاسه کولو سره موږ اوس اعلان کولی شو چې فنلنډ د ناټو د شمالي اتلانتیک تړون ۳۱م غړی دی."

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې له ناټو سره د فنلنډ د یوځای کیدو رسمي مراسم ددې سازمان د رامنځ ته کیدو د ۷۴مې کلیزې پرمهال تر سره شول.

فنلنډ له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره مشترکه پوله لري او په ناټو کې یې غړیتوب، له دې تړون سره د روسیې پوله دوه برابره کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي له ناټو سره د یوځای کیدو په اړه فنلنډ ته مبارکي وویله. هغه زیاته کړه: "نن زموږ د سیمې لپاره یو تاریخي کار وشو، د ټول یورو- اتلانتیک سیمې لپاره. فنلنډ د ناټو ۳۱ غړی شو. تړون په شرقي څنډه کې پیاوړی کیږي. زه د فنلنډ ټولو خلکو او ښاغلي ولسمشر ته د ډاډ وړ یو امنیتي ضمانت- یو ډله ییز ضمانت په اړه مبارکي وایم."

دا اقدام د پوتین لپاره یوه ستراتیژیکه او سیاسي ماته ګڼل کیږي، ځکه نوموړي له ډیر وخت راهیسې د ناټو له پراخیدو شکایت کړی او تر یوې کچې یې له همدې مسئلې څخه د اوکراین د برید د توجیه لپاره کار اخیستی دی.

د فنلنډ ګاونډي هیواد سویډن هم چې د څه باندې ۲۰۰ کلونو راهیسې یې په پوځي تړونونو کې له ګډون څخه ډډه کړې، په ناټو کې د یوځای کیدو درخواست کړی. خو د ناټو د غړو هیوادونو ترکیې او هنګري د مخالفتونو له امله یې د یوځای کیدو بهیر ځنډېدلی دی.

XS
SM
MD
LG