د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: له روسیې سره په جګړې کې مو ۹۰۰۰ سرتېري وژل شوي 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

د اوکراین د پوځ لوی درستیز جنرال والري زالوژني نن دوشنبه اګست ۲۲ (زمری۳۱) ویلي دي چې له روسیې سره یې په جګړې کې تر دې دمه نژدې ۹۰۰۰ سرتېري وژل شوي‌دي.

د اوکراین د انټرفاکس خبري اژانس د ښاغلي زالوژني له خولې لیکلي دي: «د اوکراین ماشومان ځانګړې پاملرنې ته ضرورت لري، ځکه چې پلرونه یې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي او ممکن د هغو ۹۰۰۰ اتلانو‌ په ډله کې وي چې وژل شوي دي.»

دا د اپریل له میاشتې راهېسې لومړی ځل دی چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ترڅ کې د اوکراین د وژل شویو سرتېرو شمېر په ډاګه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ اوکراین د خپل استقلال ورځ ونمانځي.

تر دې دمه په دغې جګړې کې د روسیې د وژلو شویو سرتېرو دقیقه شمېره معلومه نه ده خو راپورونه وايي چې ښايي زرګونه روسي عسکر وژل شوي او ژوبل شوي وي.

په همدې حال کې مسکو په کیف باندې تور لګولی دی چې د ولسمشر ولادیمیرپوتین ته د یو نژدې ملتپال الکساندردوګین لور یې وژلې ده. د دوګین لور داریا تېره ورځ د خپل پلار په موټر کې په یو ځای په ځای شوي ماین کې ووژل شوه. روسي مقامات وايي ښايي د دغې چاودنې هدف په خپله الکساندر وو.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین باندې یرغل پیل کړ. ملګري ملتونه وايي چې زرګونه ولسي خلک په دغې جګړې کې وژل شوي او ژوبل شوي دي او څه باندې شپږ میلیون نور خلک له خپلو سیمو بېځایه شوي او بهر ته کډوال شوي دي.

امریکا او لویدیځ د روسیې دا یرغل غندلی، په مسکو یې کلک اقتصادي بندیزونه لګولي دي او له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې دا جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG