د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو رفح کې د ځمکنیو عملیاتو وړاندې ملکیانو ته د وتلو د خوندي لارې ورکولو ژمنه وکړه


د رفح په ښارګوټي کې د اټکل له مخې ۱.۳ ملیون وګړو پناه اخیستې .
د رفح په ښارګوټي کې د اټکل له مخې ۱.۳ ملیون وګړو پناه اخیستې .

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یکشنبه فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) ژمنه وکړه چې د غزې رفح سیمې کې د اسرائیلي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو پیل کیدو څخه وړاندې به ملکیانو ته د وتلو لپاره خوندي لار ورکړل شي.

د اټکل له مخې د رفح په سیمې کې ۱.۳ ملیون فلسطینیانو د غزې نورو سیمو کې د جګړو څخه د بچ کیدو په خاطر پناه اخیستې او څرګنده نده چې دا بې ځایه شوي فلسطینیان به چیرته ولاړ شي.

د اسرائیل مشر د امریکا د اې بي سي تلویزیون سره په مرکې کې یو ځل بیا ټینګار وکړ د رفح په سیمې کې به اسرائیلي ځواکونه د حماس وسله والو په خلاف عملیات کوي او دا یې هم ویلي چې پدې سیمې کې چې د مصر پولې سره نږدې پرته ده، د حماس وسله والو ایستلو پرته کامیابي نشي تر لاسه کیدی.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو د رفح په سیمې کې د اسرائیل د عملیاتو په هکله اندیښنه څرګنده کړې او دا هم ویل شوي چې که دا عملیات په سمه توګه تنظیم نشي، د ناورین سبب به شي خو د اسرائیل صدراعظم وویل چې دا عملیات به کوي.

نتنیاهو په دې مرکې کې وویل، " مونږ یې کوو. مونږ به یې پداسې حال کې وکړو چې ملکي وګړو ته د وتلو لپاره خوندي لار ورکړو".

پدې سیمې کې میشتو فلسطینیانو هم ویلي چې د خوندي پاتې کیدو لپاره هیڅ ځای ورته نشته.

د پولې ډاکټرانو هم ویلي چې په رفح کې د اسرائیل ځمکنی یرغل به د "ناورین سبب شي او باید عملي نشي". دې نړیوالې ادارې همدارنګه ویلي چې "په غزې کې هیڅ خوندی ځای ندی پاتې او هیڅ امکان نشته چې خلک لدې ځایه ووځي".

د اسرائیل مشر پدې مرکې کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پدې سیمې کې میشت فلسطیني کډوال به چیرته ځي، وویل چې اسرائیلي چارواکي پدې هکله په یو تفصیلي پلان کار کوي خو جزیات یې ورنکړل.

د نړۍ یو شمیر مشرانو د اسرائیل دې عملیاتو په هکله اندیښنه څرګنده کړې.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د اسرائیل د صدراعظم سره په ټیلیفون کې خبرې کړیدي.

سپینې ماڼۍ د دې خبرو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي بایډن د اسرائیل مشر څخه غوښتي چې که د رفح سیمې څخه په خوندي توګه د ملکي وګړو د وتلو لپاره "اعتباري او د اجرا وړ" پلان ډاډ نه وي ورکړل شوی، اسرائیل دې هلته نظامي عملیات نکوي.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا د اسرائیل مشر د ښاغلي بایډن دې غوښتنې په ځواب کې څه ویلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم ویلي که د اسرائیل دفاعي ځواکونه د رفح په سیمې کې عملیات وکړي، د "ستر ناورین" خطر پیښولی شي.

سره لدې چې متحده ایالات د اسرائیل تر ټولو مهم ملاتړی هیواد دی او ملیاردونو ډالر نظامي مرستې یې ورکړی خو په عین حال کې جمهور رئیس جو بایډن په اسرائیل پخپل تر ټولو تند انتقاد کې ویلي د اکټوبر په اوومې د حماس برید په ځواب کې د اسرائیل اقدامات تر اندازې اوښتي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر انالینا بایرباک هم د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې په غزې کې خلک "په هوا کې نشي پټیدلی" او دا یې هم ویلي چې د رفح په ښارګوټي کې د اسرائیل عملیات به د "بشري ناورین" سبب شي.

د جرمني تر څنګ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم تیره ورځ په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی و چې د رفح په سیمې کې د اسرائیل عملیات به "جدي عواقب". سعودي عربستان پدې هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عاجلې غونډې جوړیدو غوښتنه کړې.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ کیمرون هم ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په هکله "ژوره اندیښنه" لري.

ښاغلي کیمرون د اکس په َټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "لومړیتوب باید په سمدستي توګه وقفې ته ورکړل شي تر څو مرستندویه مواد (غزې ته) ولیږدول شي او یرغمل شوي کسان آزاد شي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG