د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویرس؛ افغانستان کې مثبتې پېښې څه باندې ۳۱زرو ته لوړې شوې


د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۲۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغه نوې مثبتې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوي دي. په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۱۲۳۸ته پورته شو.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جون ۲۹ (چنګاښ ۹) رسنیو ته ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۷۶۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۷۱ مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۱۳۰ په کابل، ۳۰ په هرات، ۱۲ په کندهار، ۲۸ بلخ، ۳ ننګرهار، ۱۴ تخار، ۱۳ بامیان، ۷ بغلان، ۴ بادغیس، ۱۲ نیمروز، ۱ میدان وردګ، ۱ بدخشان، ۵ لغمان، ۴ هلمند، ۵ پنجشیر او ۲ هم په زابل ولایت کې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت په تیره یوه شپه او ورځ کې په څلو ولایتونو کابل، هرات، ننګرهار او پروان ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله د ۱۲ تنو و مړینې خبر هم ورکړی دی.

په دې سره په افغانستان کې د کروناویروس په وجه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۷۳۳ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په پنځو ولایتونو کې له کروناویروس څخه۱۳۳۰ تنه بیرته جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۳۹۳۴تنو ته ورسېد.

د یادو کسانو تر ټولو زیات چې ۱۰۵۷ تنه کیږي یوازې په کابل ولایت کې روغ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن دوشنبې تر غرمې جون ۲۹(چنګاښ۹) پورې په نړۍ کې ۵۰۱۹۳۹تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې۱۰ میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG