د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې د روسیې یرغل؛ تازه پرمختګونه څه دي؟ 


شاوخوا دوې اوونۍ مخکې روسیې په اوکراین یرغل پیل کړ
شاوخوا دوې اوونۍ مخکې روسیې په اوکراین یرغل پیل کړ

شاوخوا دوې اونۍ مخکې روسیې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ چې امریکا او اروپا په کلکه غندلی او په روسیې یې کلک اقتصادي او نور بندیزونه لګولي دي.

د دغې جګړې په اړه تازه پرمختګونه دلته ولولئ:

په چرنوبل برېښنا پرې شوې

د اوکراین د انرژۍ د برخې مسئولین وايي چې د چرنوبل په اتومي بټۍ او تاسیساتو باندې برېښنا قطع شوې ده. په دې سیمه کې په ۱۹۸۶ کې د نړۍ تر ټولو بد اتومي ناورین رامنځ ته شوی و. دا خبر داسې مهال خپرېږي چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د اتومي څار ادارې وویل چې د چرنوبل له مرکز څخه معلومات نه ترلاسه کېږي. دا ځای اوس د روسیې په لاس کې دی.

۱۲ ساعته اوربند

مسکو او کیف موافقه کړې ده چې د جګړې د شپږو سیمو څخه د خلکو د وتلو لپاره ۱۲ ساعته اوربند وکړي. په دغو سیمو کې کیف او جنوبي بندري ښار ماریپول،‌ چې اوس محاصره دی،‌ هم شامل دي. په دغه ښار باندې له نهو ورځو راهېسې اوبه او برېښنا قطع شوي دي.

د روسیې برید کې تازه۱۰ تنه نور وژل شوي

د اوکراین په سورودونتسک کې چارواکي وايي چې د روسیې عسکرو په کورونو او ودانیو باندې ډزې کړي چې له کبله یې ۱۰ کسان وژل شوي دي. دا سیمه د اوکراین په ختیځ کې ده.

د روسیې ضد «اقتصادي جکړه»

د امریکا متحدو ایالتونو له روسیې څخه د تیلو واردول بند کړل. دا د روسیې د اقتصادي لپاره یوه لویه ضربه ده. بریتانیا هم ویلي دي چې د کال تر پای پورې به دا کار کوي. اروپايي ټولنه بیا له روسیې څخه د ګازو تولید دوه-درېیمه برخه کموي. مسکو واشنګټن د «اقتصادي جګړې» په پيلولو تورن کړی دی.

د پولنډ د وړاندیز ردول

د امریکا متحدو ایالتونو د پولنډ هغه وړاندیز رد کړ چې غواړي خپل روسي MiG-29 جټ الوتکې په جرمني کې د امریکا پوځي اډې ته انتقال کړي.‌ د دې کار هدف دا ښودل شوی چې دا الوتکې به نهایتآ اوکراین ته وسپارل شي. په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې هغوی په جګړې کې دي او الوتکو ته ضرورت لري.

د روسیي په شتمنو بندیزونه

اروپايي ټولنې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د دغه هېواد په ۱۴ نورو شتمنو، چې له کرملین سره نژدې روابط لري، او په ۱۴۶ سناتورانو بندیزونه ولګول. اروپايی ټولنې د ډیجیتلي اسعارو انتقال هم سخت کړ او د روسیې سمندري ځواکونه یې هم په نښه کړل. بریتانیا د روسیې یوه جټ الوتکه نیولې ده او ویل کېږي چې دا د روسیې د یو شتمن یوګین شویدلر ده. تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ویلي وو چې امریکا به له خپلو متحدینو سره یو ځای د ورسیې په شتمنو پسې ورځې او د هغوی تفریحي بېړۍ او ودانۍ به ضبطوي.

د زیلینسکي ژمنه

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د یوې انلاین غونډې له لارې د بریتانیا د مقننه قوې غړو ته وویل چې تر پایه به جنګېږي. هغه په خپلو خبرو کې د بریتانیا د پخواني صدراعظم وینسټن چرچیل د جګړې وخت ته اشاره وکړه.

جرمني ته د ګازو انتقال

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي ادعا کړې ده چې له روسیې څخه جرمني ته د «نورد سټریم۲» د ګازو پایپلاین ختم شوی دی. دا یو ناندریز پایپلاین بلل کېږي.

د نړیوالو شرکتونو پریکون

د الکولي مشروباتو ستر شرکت هاینکین په روسیې کې د خپلو تولیداتو خرڅلاو بند کړ. همدغه راز مکډونالډ، کوکا کولا، سټاربکس او یونیورسل میوزیک شرکتونو هم په روسیې کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

پوتین مایوس او غوصه دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د استخباراتو مشر ویلي دي‌ چې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په غوصه او مایوس دی. وايي هغه خبرداری ورکړی دی چې «ملکي خلکو ته له پاملرنې پرته به د اوکراین پوځ ریز مریز» کړي.

څه باندې ۲۰۰۰ روسي عسکر وژل شوي

د امریکا د دفاع وزارت اټکل کوي چې په اوکراین کې د دوو اونیو جګړې په ترڅ کې د ۲۰۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ روسي‌عسکر وژل شوي دي. مسکو تېره اونۍ د ۴۹۸ عسکرو وژل کېدل تائید کړل.‌

۲.۱۵ میلیون خلک تښتېدلي

ملګري ملتونه وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له اوکراین څخه ۱۴۳۰۰۰ کسان تښتېدلي دي. د جکړې د پيل راهېسې تر دې دمه ۲.۱۵ میلیون اوکراینیان کډوال شوي‌ چې تر نیمایي زیات یې په پولنډ کې دي.

د اوکراین مشهوره سندغاړې

جماله، چې د ۲۰۱۶ کې د اروپا د موسیقۍ د سیالیو اتلولي وګټله، هم له اوکراین څخه تښتېدلي ده. هغه وايي چې میړه یې په کیف کې پاتې دی. نوموړې،‌ چې په ټبر تاتار ده، وویل هېڅکله یې دا فکر نه کاوه چې د خپلې انا په څېر به له اوکراین څخه وتلو ته مجبوریږي. وایي روسانو په ۱۹۴۴ کې د هغې انا له کریمیا څخه همداسې اېستلې وه.

د مجلو بندول

د کنډو نیست خپرندوی د روسیې «ووګ» او د دې اړوندې نورې مجلې، د جګړې په اړه د «جعلي او درواغو خبرونو» د خپرولو له کبله، وځنډولې. ښايي خبریالان یې تر ‍۱۵ کالونو زندان له سزا سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG