د نیوزیلنډ د پارلمان پخوانۍ غړې ګلریز قهرمان د چهارشنبې په ورځ، جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) له پلورنځيو څخه د غلا په تور نیول شوې ده.
نوموړې چې په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره په نیوزیلنډ کې سیاسي پناه اخیستې وه، د مرکزي کیڼ اړخي "ګرین" ګوند د ویاندې په توګه هم کار کړی دی.
قهرمان په نیوزیلنډ کې لومړنۍ کډواله ده چې ددغه هېواد پارلمان ته یې لار موندلې وه. پر هغې باندې له دوکانونو څخه د توکو د غلا کولو د خبر له خپرېدو وروسته، نوموړې له خپلې څوکۍ استعفا وکړه او ویې ویل چې رواني درملنې ته اړتیا لري.
پولیس د چهارشنبې په سهار د هغې کور ته ورغلل او په یو بیان کې ویل شوي چې پر هغې باندې لګېدلي "له دوکانونو څخه د غلا تورونه د هغو تحقیقاتو برخه ده چې له عامه ګټو سره تړاو لري."
پولیسو د قهرمان نوم نه دی اخیستی، خو د نیوزیلنډ په رسنیو کې په پراخه کچه له دغې قضیې سره د هغې د تړاو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د پولیسو په بیان کې ویل شوي: "یوه ۴۳ کلنه ښځه له پلورنځیو څخه د غلا په تور د اکلینډ ښار محکمې ته غوښتل شوې ده."
ټاکل شوې ده چې هغه د فبرورۍ په لومړۍ نیټه محاکمه شي.
مخکې له دې چې پر هغې د غلا تورونه خپاره شي، پر قهرمان باندې د فلسطین په پلوۍ په لاریونونو کې د ګډون له امله نیوکه شوې وه.
د نیوزیلنډ د ګرین ګوند مشر جیمز شا وویل چې پر قهرمان باندې دغو نیوکو پر هغې په پارلمان کې شپږ کلن کاري فشار نور هم زیات کړی دی.
شا د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "ګولریز پخپله د ټاکل کیدو له ورځې راهیسې د جنسي او فزیکي تاوتریخوالي او د مرګ له ګواښونو سره مخامخ وه."
د بشري حقونو دې پخوانۍ وکیلې شپږ کاله د نیوزیلنډ د پارلمان غړيتوب درلود او د سه شنبې په ورځ یې له خپلې څوکۍ استعفا وکړه.
په یو بیان کې قهرمان وویل، پر هغې باندې د کار سره تړلي فشارونه ددې لامل شوي چې "داسې کارونو ته لاس واچوي چې د هغې د مقام او شخصیت سره نه ښايي. زه خپل عمل نه توجیه کوم خو غواړم چې په اړه یې وضاحت وړاندې کړم."
ګلریز قهرمان د حقوقو له پوهنځي څخه د فارغېدو وروسته، په ۲۰۱۷ کې په پارلمان کې د څوکۍ له ګټلو وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو وکیله وه او په نړیوالو جنایي محکمو کې یې کار کاوه.
فورم \ دبحث خونه