د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی کوریا: بین القاروي بالستیک توغندی مو د جنوبي کوریا او امریکا د پوځي تمرینونو په غبرګون کې توغولی


شمالي کوریا ویلي چې بین القاروي بالاستیک توغندی یې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون کې توغولی.
شمالي کوریا ویلي چې بین القاروي بالاستیک توغندی یې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون کې توغولی.

شمالي کوریا وایي د پنجشنبې مارچ ۱۶ (کب ۲۵) یې چې کوم بین القاروي بالاستیک توغندی توغولی، د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د هغو ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون کې و چې په همدې روانې اوونۍ کې پیل شول.

په دولتي مطبوعاتو کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم ښودل کیږي چې د خپلې کشرې لور سره یو ځای د توغندي ازمایښت ګوري. پیونګ یانګ ویلي چې وار شوی توغندی ( Hwasong-17 ICBM) و خو نور معلومات یې ندي ورکړي.

د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس په راپور کې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ګډ نظامي تمرینات "پاروونکي او تیري کوونکي" بلل شوي.

د دې خبري اژانس په راپور کې د کیم جونګ اون په حوالې ویل شوي، "مونږ به هغوي درک کولو ته اړ کړو چې هر څومره د شمالي کوریا په خلاف خپل نظامي مانورې پراخوي او دوام ورکوي، د هغوي پر ضد به ګواښ په هماغې اندازې جدي وي".

واشنګټن او سیول په همدې روانې اوونۍ کې یوولس ورځني ګډ نظامي تمرینات پیل کړل. دوي داسې پراخ نظامي ځمکني تمرینات پيل کړي چې په تیرو پنځو کالونو کې یې نه کړي. دواړه متحدین ټینګار کوي چې نظامي تمرینات د تیر کال راپدیخوا ځکه پراخ او چټک شوي چې شمالي کوریا د ریکارډ په کچه توغندي آزمایلي دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزرارت (پنټاګان) ویاند برید جنرال پیټریک رایډر هم پنجشنبه مارچ ۱۶ (کب۲۵) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې نظامي تمرینات دفاعي بڼه لري او هدف یې په سیمه کې د احتمالي تیري مخه نیول دي خو د کوم هیواد نوم یې ندی اخیستی.

د دې تمریناتو په غبرګون کې د شمالي کوریا لخوا د بالاستیک توغندي ازمایلو په هکله د پنټګان ویاند وویل چې د هغوي کړنې "نامناسبې،د اندیښنې وړ او د بې ثباته کوونکې" دي.

سره لدې چې شمالي کوریا ټنیګار کوي د توغندي تازه ازمایښت یې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون کې دی خو دې هیواد په تیر یو کال پرته له کومې پارونې دومره توغندي توغولي چې ساری نلري.

دې هیواد په ۲۰۲۲ کال کې ۹۰ توغندي وآزمایل چې هیڅکله یې په یو کال کې دومره ډیر توغندي نه و آزمایلي. شمالي کوریا تیر کال د نومبر د میاشتې په پیل کړې په یوه ورځ ۲۳ توغندي وتوغول.

شمالي کوریا په ۲۰۰۶ کال راپدیخوا شپږ ځله د اتومي وسلو آزمایښت کړی او امریکا او جنوبي کوریا دواړو خبرداری ورکړی چې دا هیواد د بل اتومي وسلو آزمایښت لپاره بشپړ چمتوالی لري.

سره لدې چې واشنګټن او سیول ویلي تمرینات د شمالي کوریا د "امنیتي چاپیریال" د بدلون لپاره کیږي خو پیونګ یانګ پدې تمریناتو تند غبرګون وښود.

د شمالي کوریا مشر د همدې تیرې جمعې مارچ لسمې نیټې د هیواد پوځ ته امر کړی و چې د "واقعي جګړې" لپاره دې پوځي تمرینونه ډیر کړي.

د شمالي کوریا دولتي مطبوعاتو ویلي چې ښاغلي کیم د نظامي تمریناتو پر وخت د هیواد سرتیرو ته وویل چې د "جګړې د مخنیوي او په جګړې کې د لومړي ګام اخیستو ستراتیژیکو ماموریتونو" لپاره دې تیار اوسي.

شمالي کوریا پدې تیرو څو میاشتو کې د هغو وسلو آزمایښتونه ډیر کړي چې په استعمال یې بندیز دی او د همدې پاروونکو اقداماتو په غبرګون کې واشنګټن او سیول دفاعي همکاري ډیره کړې.

XS
SM
MD
LG