د لاس رسي وړ اتصالات

ایګلنډ: پاکستان څخه د ستنیدونکو ماشومانو او ځوانانو زده کړو لپاره ډیرو منابعو ته اړتیا ده


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ناروې د کډوالو شورا د پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو د زده کړو په بهیر اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د ستنیدونکو ماشومانو او ځوانانو د زده کړو دوام ډیرو مالي منابعو ته اړتیا لري.

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي ین ایګلنډ د پنجشنبې په ورځ اپریل څلورم (وري ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې تراوسه ۵۴۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل وطن ته سنیدلو ته اړ شوي دي.

د ین ایګلنډ د وینا پر اساس له پاکستان څخه ددغو ستنو شویو افغان کډوالو ۶۰ فیصده یې ماشومان او تنکي ځوانان دي چې د افغانستان په تعلیمي سیستم باندې فشار راوړي.

ین ایګلنډ ویلي: " هر ماشوم د زده کړو ترلاسه کولو مستحق دی. په بیړني ډول اضافي منابعو ته اړتیا ده ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې هر ماشوم د زده کړو د دوام فرصت لري".

د پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو ماشومانو او ځوانانو د زده کړو په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په پاکستان کې د ماشومانو د زده کړو او حقونو فعالان وايي چې اوس مهال په دغه هیواد کې تر ۸۰ فیصدو پورې افغان ماشومان چې لوی شمیر یې نجونې دي ښوونځیو ته له تللو څخه محروم دي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" شمیرنې ښيي چې په افغانستان کې د ۱.۱ میلیون نجونو له ډلې ۸۵۰ زره یې اوس ښوونځیو ته له تللو محرومې دي.

ددې دمخه د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) په یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز چې په نړیواله کچه غندل شوی په دغه هیواد کې په ښوونځیو کې هم د هلکانو پر زده کړو د مسلکي ښوونکو د شمیر د کمبود او په تعلیمي نصاب کې د لاس وهلو له امله ناسمه اغیزه کړې ده.

دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په میاشت کې په یو راپور کې د افغانستان په ښوونیز نظام باندې ژوره اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي و چې په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته خپله پاملرنه اړولې، خو د هلکانو په ښوونځیو کې یې د بې کیفیته زده کړو دوام له پامه غورځولی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو د هنر، وزش او انګلیسي ژبې مضامین د ښوونځیو له درسي نصاف څخه حذف کړي چې دغه کار کیفیت لرونکي ښوونیز نظام ته زیان رسولی دی.

ددغه راپور له مخې دغو بدلونونو نه یوازې د هلکانو ترمنځ ښوونځیو ته د تللو په برخه کې ویره زیاته کړې، بلکې په ښوونځیو کې د هغوی د حاضریدو په کچه او راتلوونکې په اړه د هغوی په تمې او توقعاتو یې هم ناسمه اغیزه کړې ده.

ددغه سازمان یوې چارواکې سحر فطرت په دې راپور کې ویلي: " هغوی (طالبان) د کیفیت لرونکو زده کړو څخه د هلکانو په محرومولو سره یو نسل د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ کوي".

د بشري حقونو د څار د سازمان په باور دا ډول کړنې نه یوازې زده کوونکو او دهغوی کورنیو ته ناخوښې پایلې به ولري، بلکې د افغانستان راتلوونکې ته هم به ډیرې ناسمې پایلې ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG