د لاس رسي وړ اتصالات

مجازي نړۍ کې ښځینه خبریالانو ته سپکې سپورې ویل او د هغوی ځورول 'زیات شوي'


د پروجیا د ژورنالیزم په نړیوال فیستیوال کې، چې په ایټالیا کې و، د ښځینه خبریالانو د انلاین یا مجازي ځورونې پر موضوع خبرې وشوې. ددې غونډې د موندنو له مخې، په مجازي نړۍ کې د ښځینه خبریالانو ځورول مخ په ډېرېدو دي.

د خبریالانو د نړیوال مرکز د څیړنې د څانګې مشرې جولي پسوتي وویل چې د ښځینه خبریالانو په وړاندې انلاین یا مجازي خشونت کله ناکله د "انټرنېټ څخه بهر د زیان" لامل کیږي. هغې "د تکنالوژۍ لوی شرکتونه" ددې "زهرجن چاپیریال" تسهیل کونکي وبلل.

په ټولنیزو رسنیو کې ښځینه خبریالانو او د هغوی کورنیو ته له سپکاوي ډک پیغامونه، ګواښونه، د هغوی د حسابونو بندول، هک کول او د شخصي عکسونو یا جعلي بربنډو عکسونو خپرول په کې شامل دي.

د دې غونډې د ګډونوالو د نظرونو له مخې، په دې پیغامونو کې ځینې وختونه د دوی د نژاد، رنګ، مذهب او جنسیت په اړه تبعیضي څرګندونې هم شاملې دي. ددې څیړنې لپاره د مرکه شویو میرمنو د پنځو څخه یوې ویلي دي چې دوی په ریښتیني ژوند کې هم بریدونه او سپکاوی تجربه کړي چې د آنلاین ګواښونو سره تړلي‌ دي.

د افغان ښځینه خبریالانو او فعالانو ضد مجازي کمپاین

د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې آنلاین ځورولو او تحقیرولو کې د ښځینه خبریالانو ترڅنګ د ښځو د حقونو فعالانې هم په نښه شوي دي. په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې په آنلاین یا مجازي فضا کې د ښځینه خبریالانو او د ښځو د حقونو د فعالانو ځورونه زیاته شوې ده.

د افغان ویتنس د بنسټ له خوا په ۲۰۲۳ کال کې د یو خپور شوي راپور د موندنو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د ښځو پر وړاندې د سپکاوي ډکو نظریاتو کچه درې برابره زیاته شوې وه.

دا راپور په ډاګه کوي چې د افغانستان د مجازي رسنیو فضا په دې هیواد باندې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې د ښځو د ځورولو او ځپلو په فضا بدله شوې ده.

د ښځو د حقونو فعاله عارفه فاطمي چې په دې وروستیو کې یې د کوزوو د جمهور رئیس له لورې ددغه هېواد د جمهوري ریاست د لیاقت او وړتیا (میرټ) جایزه ترلاسه کړې، وايي چې د خپل فعالیت له پیل راهیسې د مجازي رسنیو له لارې له داسې پیغامونو سره مخ شوې چې د سپکاوي او د "فحشا او فاحشې" په څیر ناوړه الفاظ په کې وو او یا په "جاسوسۍ" تورنه شوې ده.

عارفه فاطمي وویل: "هغوی له فیسبوک څخه زما عکسونه اخیستي او هغه یې لوڅ او د جنسي عملونو په حال کې فوتو شاپ کړي او بیا یې ځینې خپاره کړل او ځینې یې ما ته واستول او راته یې ګواښ وکړ او د پیسو غوښتنه یې وکړه."

هغه وايي، چې په لومړي سر کې ددې ځورونو او ازار تر اغیز لاندې راغلې وه، خو اوس دغه چلونه پرې اغېز نه کوي او د کار خنډ یې نه ګرځي.

د ښځو د حقونو فعاله مدینه دروازي چې هغې هم د کوزوو د ولسمشر له خوا د وړتیا او لیاقت جایزه ترلاسه کړې، وايي چې اکثر ښځې چې په افغانستان کې د فکر او بیان ازادي لري په مجازي فضا کې له دغه ډول منفي فکرونو سره مخامخ کیږي. مدینه وايي چې هغه ډېر "ناوړه او د بدو الفاظو ډک" پیغامونه ترلاسه کوي او زیاتوي چې افغان ښځینه خبریالانې او فعالانې "حتی په مجازي نړۍ کې هم خوندي نه دي" او ورسره ناوړه چلند کېږي.

په بریتانیا کې میشته د نجونو د زده کړې فعاله انجیلا غیور، وايي کله چې هغې دوه کاله دمخه کار پیل کړ، ډیر پیغامونه یې ترلاسه کړل، چې یو شمیر یې "مستقیم او ښکاره د مرګ ګواښونه" وو.

هغې امریکا غږ ته وویل چې دغو ګواښونو پر ده او د هغه پر ماشومانو ناوړه رواني اغیزې کړي او هغه اړه شوه چې خپل د اوسیدو ځای بدل کړي. انجیلا وايي، په دغو ګواښونو کې د «طالبانو د حکومت د امنیتي ادارو او د هغوی د ملاتړو حکومتونو» له لوري سیاسي او نور ګواښونه شامل دي.

انجیلا وایي چې د «شخصیت ترور» بل هغه څه دي چې فعالانې ورسره په ټولنیزو رسنیو کې مخامخ دي او ځینو یې له همدې کبله له خپل فعالیت څخه لاس اخیستی دی.

خبریاله او د بشري حقونو فعاله انیسه شهید امریکا غږ ته وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې ښځینه خبریالانې په تنقاضي «او د ناسمو خبرونو په خپرولو تورنې» کېږي. هغه وايي چې د طالبانو له راتګ وروسته د ښځینه خبریالانو په ضد منفي عکس العملونه زیات شوي دي.

انیسه وايي چې هغې ته هم په ټولنیزو رسنیو کې ناوړه او منفي لیکنې شوې، وايي کله چې د افغانستان په اړه په خپل ایکس کې خبر خپروي، ځینې پرې لفظي بریدونه کوي، د «بهرنیانو نوکره» یې بولي او دا ډول نورې بدې خبرې ورته کوي.

نوموړې وویل څه موده مخکې په شمال کې د طالبانو په ضد د جګړې په اړه یې د خبر له خپرولو ورسته ځینو طالبانو هغه «په قومپالنې تورنه» کړه.

په ټولنیزو رسنیو کې بده او مشترکه تجربه

د ښځو سره زور زیاتی او خشونت یوازې په جنګ ځپلو سیمو او هېوادونو پورې منحصر نه دي. د یونیسکو او د خبریالانو د نړیوال مرکز د ۲۰۲۲ په راپور کې ویل شوي دي چې خبریالانې چې په مهمو او حساسو مسائیلو باندې کار کوي، له بدې او ناوړې تجربې سره مخامخ کېږي او ځینې یې دا په شخصي ژوند کې هم تجربه کوي. په دغه تحقیقي راپور کې د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې له ۹۰۰ ښځو سره خبرې شوي دي.

د فلپین یوه خبریاله ماریا ریسا، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د نوبل د سولې جایزه وګټله، وايي چې له سي ان ان سره د کار په مهال په وار وار له بد چلند او سپکاوي سره مخامخ شوې ده.

په بي بي سي کې د ناسمو خبرونو د خپرولو د برخې متخصصه مادرینا سپرینګ وايي چې تېرکال په ټویټر (ایکس) د تښتونې او وژنې د ګواښونو خبرونو یې ترلاسه کړل.

د فرانسې یوې خبریالې نادیان فرانس پرس اژانس ته ویلي چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د یو انلاین ټولنې په اړه یې له راپور خپرولو وروسته ورته لسګونه ګواښوونکي او سپک کوونکي پیغامونه ترلاسه واستول شول او هغه مجبوره شوه چې دوه ځلې خپل ځای بدل کړي او له ټولنیزو رسنیو څخه لېرې واوسې.

بله خبریاله ملینا هویت، چې د اسرائيل او فلسطین او د اوکراین د جګړې په اړه راپورونه خپروي وايي چې د خپل کار له کبله هره ورځ ورته ګواښوونکی پیغامونه استول کېږي. هغه وايي چې په انستاګرام کې ورته د وژنې او جنسي تیري ګواښوونکي پيغامونه هم استول شوي‌ دي.

ځینو ټولنیزو رسنیو د ښځو د ځورونې او هغوی ته د سپکو سپورو ویلو د مخنیوي په اړه یو سیستم جوړ کړی دی، خو ښځینه خبریالانې وايی چې دا سیستم د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره کفایت نه کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه په ټولنیزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو ځورول او تحقیرول یوه جدي ستونزه ګڼي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG