د لاس رسي وړ اتصالات

بې له افغانستانه د سیمې مشران اسلام آباد کي غونډ شوي


د ایران ولسمشر روحاني او د ترکیې ولسمشر طیب اردغان هم اسلام اباد ته رسېدلي چې د ایکو په سرمشریزه کې برخه واخلي
د ایران ولسمشر روحاني او د ترکیې ولسمشر طیب اردغان هم اسلام اباد ته رسېدلي چې د ایکو په سرمشریزه کې برخه واخلي

د سیمیزې اقتصادي همکارۍ د سازمان د غړو هیوادونو مشران د پاکستان په پلازمینه کې سره راټول شوي خو افغانستان غونډې ته څوک ندي ورلیږلي.

پاکستاني مطبوعات وايي د ایران، ترکیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ولسمشران او د قرغیزستان او قزاقستان صدراعظمان د سې شنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېدل چې د اقتصادي همکارۍ د سازمان ( ایکو) په غونډه کې برخه واخلي.

د پاکستان چارواکو د دغو مشرانو تود هرکلی کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه کنفرانس کې له ګډون ډډه کړې او افغان چارواکو ویلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال به د ایکو په غونډه کې برخه اخلي.

افغان چارواکو نه دي ویلي چې ولې ولسمشر غني دغه کنفرانس ته نه ورځي، خو په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد اړیکې ډېرې خرابې شوي دي.

دواړه هېوادونه پر یو بل تور لګوي چې د یو بل پر ضد د اورپکو ننګه او مرسته کوي. دا اړیکې په تېره بیا د سند ایالت د شهباز قلندر په زیارت کې له ځانمرګي برید وروسته لا پسې خرابې شوې. پاکستان تور ولګوه چې د برید تنظیمونکي په افغانستان کې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعزاز احمد چوهدري رسنیو ته ویلي چې په د ایکو په سرمشریزې کې به د ایران، ترکیې او تاجکستان د ولسمشرانو په ګډون د اتو هېوادونو او حکومتونو ولسمشران او مشران برخه اخلي.

دا د ایکو ۱۳ غونډه ده چې د چهارشنبې په ورځ پیلیږي. د پاکستان حکومت د دغه کنفرانس لپاره په اسلام اباد او راولپنډۍ کې رخصتي اعلان کړې ده چې امنیتي تدابیر کلک کړي.

ښاغلي چوهدري وویل چې د کنفرانس اصلي اجنډا د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، ترانسپورت، تجارت او زیربنايي مسایلو باندې خبرې او په دغې برخې کې د اړیکو پر پیاوړتیا توافق کول دي.

د اقتصادي همکارۍ د سازمان د ویپاڼې د معلوماتو په اساس ا یران، پاکستان او ترکیې په ۱۹۸۵ دا سازمان جوړ کړ چې بیا یې وروسته افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ترکمنستان او اذربایجان هم د سازمان غړي شول.

د سازمان اصلي هدف د غړو هېوادونو او په سیمه کې اقتصادي، تجارتي، فرهنګي روابط ټېنګول او د همکاریو پراختیا ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG