د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ملي ورځې جشن لغوه شو؛ په کرونا اخته کسان تر ۸۰۰ زیات شول


پاکستان وايي دا احتیاطي ګامونه یې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره اخیستي دي
پاکستان وايي دا احتیاطي ګامونه یې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره اخیستي دي

د پاکستان حکومت د کروناویروس د خپرېدو له ویرې د دغه هېواد یوه تر ټولو لوی جشن چې (د پاکستان ورځ-یوم پاکستان) یې بولي، لغوه کړ.

پاکستاني کې په ټولو عمومي غونډو بندیز لګول شوی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د پاکستان په دولتي راډیو کې په یو پیغام کې ویلي دي چې هر پاکستانی باید د کروناویروس د خپرېدو په مخنیوي کې ځان مسول وګڼي.

صدراعظم عمران خان بیا په خپل رادیويي پیغام کې خپل ولس ته ډاډ ورکړی دی چې حکومت یې د حالاتو د کنترول لپاره چمتو دی.

د پاکستان ورځ هرکال د مارچ په ۲۳ لمانځل کیږي، په دغه ورځ د پاکستان اساسي قانون تصویب شوی دی. دا ورځ په دغه هېواد کې یو لوی ملي جشن بلل کیږي چې پوځي رسم او ګذشت هم په کې وي.

چارواکي وايي دا احتیاطي ګامونه یې د دې لپاره اخیستي چې د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

په همدې حال کې د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې د پاکستان د روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۰۳ کسانو ته رسېدلی دی.

د پنجاب په صوبه کې د دوو اونیو لپاره بازارونه او دفترونه تړل شوي‌دي. د کراچۍ په ښار کې هم هټۍ او مارکیټونه تړل شوي او پولیس ګزمې کوي چې خلک بازارونو ته راونه وځي.

په دغه هېواد کې لږ تر لږه شپږ تنه د کروناویروس له کبله مړه شوي دي.

د حکومتي شمېرو په اساس ۳۵۲کسان په سند کې، ۲۲۵ په پنجاب کې، ۱۰۸ په بلوچستان کې، ۳۱ په خیبرپښتونخوا کې، ۷۱ په ګلګت بلتستان کې، ۱۵ په اسلام اباد او يو کس په کشمير کې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

پاکستان له ټولې نړۍ سره پروازونه هم ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG