د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي ٢٢،٥ میلیونه ماشومان په پاکستان کې له زده کړو پاته دي چې اکثریت یې نجونې دي.
د دې سازمان په وینا دا په دې خاطر دي چې د پاکستان حکومت په ښونې او روزنې باندې لږ پیسې لګوي.
د بشري حقونو د څار سازمان په یو تازه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پاکستان ٢٠٧ میلیونه نفوس لري چې د اټکل له مخې ٨٠ میلیونه یې د ښوونځي د عمر ماشومان دي.
په نیویارک کې مېشت د بشري حقونو دغې ډلې په خپل رپوټ کې چې عنوان یې دی "زه باید خپلې لور ته ډوډۍ ورکړم که هغه ښوونځي ته ولېږم؟": ویلي دي چې پاکستانۍ نجونې د مختلفو دلیلونو په وجه له زده کړو پاته دي، د دې ډلې د ښځو د حقونو رئیسې لیزل گرنتهولتس ویلي چې"د ماشومانو په روزنه کې د پاکستان د حکومت پاتې راتګ پر میلیونونو نجونو باندې ویجاړونکی اثر کړی".
دغې سازمان ویلي چې پر ښوونځیو باندې د پاکستان د حکومت د کمې پانګونې تر څنګ د ښوونځیو کمبود، د ښوونځیو فیس او اړوند مسایل او همداشان اجباري زده کړې له ښوونځیو نه د ماشومانو د پاته کېدو نور دلیلونه دي.
پاکستان د خپل ناخالص ملي عاید ٢،٨ فیصده په زده کړو لګوي.، دا ډېره کمه شمېره ده، پاکستان حکومت باید په ٢٠١٧ کې د خپل ملي ناخالص عاید له ۴ نه تر ٦ فیصده پورې د په ښوونې او روزنې لګولې وای.
د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان ژمنه کړې چې ټول ماشومان په ښوونځي کې شامل شي او د معارف وزیر شفقت محمود ته یې د اصلاحاتو دنده سپارلې ده.
ښاغلی محمود وایي:"زمونږ عمده توجه به دا وي چې ٢٥ میلیونه ماشومان چې له ښوونځیو پاته دي بیرته ښوونځیو کې شامل کړو."
د بشري حقونو د څار ډلې په رپوټ کې د امنیتي اندېښنو یادونه نه ده شوې او دوی فکر کوي چې پاکستان په عمومي توګه د نجونو زده کړو ته امن هېواد دی، خو په دې هېواد کې په وروستیو کلونو کې د نجونو په لسګونو ښوونځي د سخت دریځو ډلو له لورې سوزول شوي دي.
د روان کال په اپریل کې د پاکستان په شمال کې د نجونو ١١ ښوونځي وسوځول شول.