د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني فعالین وایي د محکمې پریکړه اقلیتونو ته خطر دی


په پاکستان کې فعالین وایي چې د عالي محکمې پریکړه چې وایي خلک به خپل مذهب په رسمي توگه اعلانوي، مذهبي اقلیتونه په خاصه توگه د احمديانو ډله د گواښ سره مخامخ کوي.

د اسلام اباد عالي محکمې د جمعې په ورځ امر کړیدی چې په پاکستان کې هغه کسان چې په ملکي او یا پوځي ادارو کې دنده پیلوي، لوړه به اخلي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون غړي زهرا یوسف د پاکستان د عالي محکمې دغه پریکړه ډیره خطرناکه وبلله. هغې وویل چې هغوي به په یو څو ورځو کې د دغې پریکړې په هکله اعلامیه خپره کړي.

هغې وویل "مذهب د خلکو شخصي معامله ده، دا په عام محضر کې د اعلانولو موضوع نده. د خپل دین په رسمي توگه اعلانول تبعیض دی او ښیي چې د پاکستان حکومت فکر کوي چې غیر مسلمانان په وطن مین ندي."

د احمدیان ځانونه مسلمانان بولي خو د پاکستان اساسي قانون یې غیرمسلمانان گڼي. احمدیان په پاکستان کې د سختدریځو لخوا په نښه کیږي او په ټولنه کې هم ورسره تبعیضی چلند کیږي.

په پاکستان کې د احمدیانو د اقلیتي ډلې ویاند سلیم الدین اې پي ته وویل "عالي محکمې ته پکار وه چې د دې نه مخکې چې فیصله وکړي، زمونږ خبره یې هم اوریدلی وی. دا پریکړه د یوې ټولنې په توگه مونږ د لا نور گواښ سره مخامخ کوي."

هغه وویل چې qi پاکستان کې احمدیان په نښه شویدي. سختدریځه کسان هغوي وژني، جوماتونو او کورونو ته یې اور اچوي. هغه وویل چې احمدیان د قانون پوهانو سره مشورې کوي او دا پریکړه به چیلنج کوي.

د مدني حقونو یو بل فعال ضیا اعوان وویل چې د عالي محکمې دغه پریکړه به د احمدیانو سره تبعیض ته لاره لا نوره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG