د پاکستان هوايی ځواکونه وايي چې د دوی یوه الوتکه د روزنې په مهال غورځېدلې، پیلوټ او مرستیال پیلوټ یې مړه شوي دي.
پېښه نن سه شنبه مارچ ۲۲ (وري دوهمه) پېښور ښار ته نژدې شوې ده.
د پوځ یوه اعلامیه وايي چې د الوتکې په غورځېدو کې لاندې په ځمکه کې نورو خلکو ته کوم زیان رسېدلی نه دی.
د الوتکې دغورځېدو علت معلوم نه دی خو پوځ وايي چې د پېښې په اړه یې د پلټنو امر کړی دی.
په اعلامیې کې د پېښې په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي.
په پاکستان کې د پوځ د رزونې په مهال معمولآ دا ډول پېښې کېږي، خو پوځ یې په اړه ډېر معلومات نه ورکوي او نه هم د پلټنو پایلې خپروي.
په ۲۰۱۹ کې د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې په یوه پوځي سیمه کې د پوځ یوه الوتکه په کورونو وغورځېدله او شاوخوا ۱۹ کسان یې مړه کړل.
د اسوشیتډپرس د راپور په اساس په دې پېښې کې ډېر مړه شوي د الوتکې د غورځېدو په مهال په کورنو کې ناست خلک وو.