د لاس رسي وړ اتصالات

د بدمعاشانو یوې ډلې اووه پاکستاني پولیس تښتولي دي


چارواکي وايي دا ډله له حکومت سره د خپلو بندي کسانو خوشې کېدل غواړي
چارواکي وايي دا ډله له حکومت سره د خپلو بندي کسانو خوشې کېدل غواړي

پاکستاني چارواکي وايي د بدمعاشانو یوې ډلې د پنجاب په جنوب کې له یوې لېرې سیمې څخه اووه پولیس تښتولي دي.

پولیس وايي دغه ډله د خپلو هغو کسانو خوشې کېدل غواړي چې دا مهال له حکومت سره بندیان دي.

یو پولیس چارواکي عتیق طاهر ویلي دي چې دا پنځه پولیس د پنجاب د رجنپور د رجحان په سیمه کې په کښتیو کې په اباسین پورې وتل چې وسله والو وتښتول.

دا پېښه سهار وختي شوې ده. ښاغلي طاهر اسوشیتډ پرس ته وویل چې نور پولیس یې له ګاډو او وسلو سره استولي چې د تښتول شویو پولیسو درک ولګوي.

خو یو بل چارواکي وویل چې پولیسو هلته له مخورو ځمکوالو او قومي مشرانو سره خبرې پيل کړي چې تښتول شوي پولیس پرېښودل شي.

پولیس چارواکي وایي تښتوونکي د خپلو نیول شویو غړو پرېښودل غواړي خو دا یې نه دي ویلي چې د دغې ډلې غړي کله او ولې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG