د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د بشري حقونو فعالینو او محصلینو لاریون کړی او له حکومت نه یې غوښتي چې د زده کړو په بنسټونو کې پر سیاسي فعالیت بندیزونه لرې کړي.
دغه لاریونونه د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد په گډون په لاهور، کراچۍ او ددې هیواد په نورو ښارونو کې هم مهاله شوي دي.
دغو مظاهره کوونکو چې شمیر یې سلگونو کسانو ته رسیږي، په یو بیساري اقدام کې سره بیرغونه او د کیوبا د انقلابي مشر چهگوارا، تصویرونه له ځانه سره لیږدول.
د پاکستان د محصلینو اتحادیې په پلوۍ زده کوونکي سړکونو ته راوتلي، د انقلاب او د محصلینو د اتحادیې د رسمي کیدو شعارونه ورکوي.
د پاکستان د زده کړو په مرکزونو او بنسټونو کې سیاسي فعالیت د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ په وخت کې منع شو او د ١٩٨۴ کال راهیسې تر اوسه ددغه بندیز د لرې کیدو لپاره د یو شمیر سیاسي فعالانو غوښتنه د حکومت له لورې نده اوریدل شوې.
د رپوټونو له مخې په تیرو څو ورځو کې د پنجاب ایالت په مختلفو پوهنتونونو کې دغه لاریون ته تیاری روان و. ددغو لاریون کوونکو غوښتنه داده چې د محصلینو پر اتحادیې دې لگیدلي بندیزونه لرې شي او دوی ته دې د بیان ازادي ورکړل شي.
د لاهور په لاریون کې د محصلینو د غوښتنو په ملاتړ "مزدور یونین" او د کارگرانو اتحادیې هم برخه اخیستې وه.
د تحصیل د لگښت کمول او د زده کړو په مرکزونو کې د ښه اسانتیاو برابرول ددغو مظاهره کوونکو له نورو غوښتنو څخه دي.
ددغو لاریونو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو شتون خورا پراخ و خو د مظاهرو تنظیموونکو ټینگار کوي چې لاریونونه یې سوله ییز دي.