د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني وروڼو خپله خور وژلې او د هغې فلم یې اخیستی


پاکستان کې د ناموس په نامه قتل
پاکستان کې د ناموس په نامه قتل

د پاکستان امنیتي مقامات وايي، هغه سړی یې نیولی چې پرې شک دی چې د ورور له خوا د خپلې خور د وژلو فلم یې اخیستی دی.

د ناموسي وژنې په وروستۍ پېښه کې ۲۲ کلنه ماریا بي بي د مارچ په ۱۷مه د خپل ورور محمد فیصل له خوا د خپل پلار عبدالستار په حضور کې د پنجاب ایالت په 'توبه ټیک سینګ ' ښارګوټي کې په خپل کور کې ووژل شوه.

بل ورور یې شهباز ددې پیښې د جریان فلم اخیستی دی.

په دې ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه خپره شوې، ښودل کیږي چې فیصل خپله خور په تخت اچوي او له ستوني یې نیسي او د ماریا له مړینې وروسته یې پلار هغې ته د اوبو بوتل ورکوي چې وڅښي.

د کورنۍ غړو د ماریا مړی سمدستي ښخ کړ، خو پولیسو د دې قضیې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته د مارچ په ۲۴ نیټه شکایت درج کړ او بیا د ماریا قبر پرانیستل شو چې د عدلي طب له مخې د هغې مړینه طبیعي نه وه او د ستوني هډوکي یې مات شوي وو.

د ځايي پوليسو افسر عطاالله وويل، د ماريا پلار عبدالستار او فيصل سمدستي ونيول شول، خو شهباز د شنبې په ورځ ونيول شو.

ځینو رسنیو ویلي چې فیصل او ستار په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی. فیصل تور لګولی چې څو ځله یې خپله خور لیدلې وه چې له یو ناپیژاند سړي سره یې د ویډیو له لارې خبرې کولې.

په دې ویډیو کې د شهباز مېرمن هم لیدل کیږي او پولیسو هغه هم نیولې ده.

په پاکستان کې هر کال په سلګونو ښځې د ناموس څخه د دفاع په نوم د نارینو له خوا وژل کیږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په دغه هېواد کې د ناموس د دفاع په تړاو ۳۱۶ جرمونه ثبت شوي دي، خو اکثره قضيې د بدنامۍ له وېرې او د قاتلانو د ژوند د ژغورلو له امله پټې پاتې کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG