د قیام په نامه یو ترکي سیال د نندارچیانو د شمېر له اړخه په پاکستان کې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.
د پاکستان دولتي تلویزون د صدراعظم عمران خان په غوښتنه دا سریال د روژې په میاشت کې خپروه. د سریال ترکي نوم ارطغرل دی چې د عثماني امپراتورۍ په اړه جوړ شوی دی.
چارواکي وايي تر دې دمه په پاکستان کې دا سریال تر بل هر سریال او هرې تلویزوني ډرامې ډېر لیدل شوی دی.
د پاکستان دولتي تلویزون هرکال د روژې په میاشت کې د مرستو ټولولو، تفریحي او نور پروګرامونه خپروي، خو وايي دا ځل یې دا سریال په پاکستان کې د اسلامي فرهنګ د خپرولو په نیت خپور کړ.
دغه سریال چې اردو ژبې ته ژباړل شوی دی یوازې په یوټیوب کې تر دې دمه مۍ۲۳ ( غبرګولي۳) ۲۴۰ میلیونه خلکو لیدلی دی .
د قیام په نامه دغه سریال پنځه برخې لري او د عثماني امپراتورۍ حکایت کوي چې شپږ پېړۍ د اروپا په ځینو برخو، ختیځې آسیا او شمالي افریقا کې یې حاکمیت درلود.
دا سریال د افغانستان په تلویزونونو کې هم خپریږي، خو مصر او سعودي عربستان پرې بندیز لګولی دی.
مصر وايي ترکیه د عثماني امپراتورۍ خیالونه په سر کې لري او غواړي چې په عربو هېوادونو باندې حاکمیت ولري. سعودي عربستان په ۲۰۱۸ کې د دغه سریال په خپرولو بندیز ولګوه.
په پاکستان کې د دغه سریال ځینې لیدونکي وايي چې د نورو دودیزو سریالونو له داستانونو ستړي شوي وو او دا سریال ورته جالب او نوی و.