د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او روسیې سره مقابله؛ امریکا منځني ختیځ کې عسکر کم کړي 


امریکایي ځواکونه
امریکایي ځواکونه

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندې مشر جنرال فرانګ مکنزي وایي چې په منځني ختیځ کې یې د عسکرو شمېر ۴۰زرو ته راکم شوی دی.

ښاغلي مکنزي د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې دا خبره وکړه.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي، ورسره جوخت د القاعده ډلې او داعش په ضد د امریکا پوځي عملیات هم څه ناڅه محدود کیږي.

امریکايي چارواکي وايي‌ چې پنټګان اوس ټول پام د چین او روسیې سره مقابلې ته اړولی دی.

ښاغلي مکنزي وویل چې اوس په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو شمېر «نژدې ۴۰۰۰۰ ته راکم شوی» دی. شاوخوا ۱۸ میاشتې مخکې دا شمېره د ۶۰۰۰۰ او ۸۰۰۰۰ ترمنځ‌ وه.

هغه دا خبره هم وکړه چې په سیمه کې د امریکا پوځي سرچینې تر ډېره له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو بوختې دي.

ښاغلي مکنزي داسې مهال په منځني ختیځ کې د امریکايي عسکرو د شمېر د کمولو خبره کوي چې امریکا په سیمه کې د چین او روسیې سره په مقابلې بوخته ده.

همدا اوس د امریکا ولسمشر جوبایډن په اروپا کې دی.‌ هغه نن دوشنبه جون ۱۴ (غبرګولي۲۴) په بروکسل کې په خپلو لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې د چین د پوځي پرمختګ په مخنیوي او د روسیې د یرغل په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د تګلارې ننګه وکړي چې وړاندې یې متحد عمل وشي.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل چې د بالتیک څخه تر افریقا پورې د چین مخ په ودې پوځي شتون پدې معنی دی چې ناټو باید تیاره اوسي.

هغه وویل: «چین رانژدې کیږي. مونږ هغوی سایبري فضا کې وینو، په افریقا کې یې وینو، خو مونږ همداشان وینو چې چین زمونږ په خپلو مهمو زیربنایي تاسیساتو کې ستره پانګونه کوي.»

ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې له ولسمشر ویلاديمیرپوتین سره هم وویني. ښاغلی بایډن پلان لري چې خپل روسي سیال ته د امریکا د متحدو ایالتونو ځينې شکایتونه وریاد کړي، چې په تېرو ټاکنو کې د روسیې مداخله او انټرنټي برید په کې شامل دي.

جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه په لومړي ځل په رسمي سفر تللی دی.‌

ښاغلي بایډن څه موده مخکې ویلي وو چې خپل روسي سیال ته به مخامخ ووايي‌ چې واشنګټن به مسکو پرنېږدي چې له بشري حقونو څخه سرغړونه وکړي.

XS
SM
MD
LG