د لاس رسي وړ اتصالات

ځانګړو پولیسو په ارګ د توغندیو د بریدونو طراح نیولی دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ د افغانستان په جمهوري ریاست باندې د راکټي بریدونو اصلي طراح نیول شوی دی.

د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي د یکشنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري ۳) خبریالانو ته وویل چې نیول شوی کس مومن نومېږي او د طالبانو د ډلې مهم غړی دی.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې دغه کس او درې ملګري یې د کابل په پنځمې امنیتي حوزې کې د ځانګړو پولیسو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

د ستانکزي په وینا نیول شويو کسانو په کابل ښار او پغمان ولسوالۍ کې په یو شمېر نورو "تروریستي او هدفي بریدونو" کې هم لاس درلود.

له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د لوی اختر د لمونځ په مهال د افغانستان د جمهوري ریاست په شاوخوا کې درې توغندي لګېدلي چې چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

دغه توغندي هغه مهال د کابل له څلورمې امنیتي حوزې څخه د ارګ په لور وویشتل شول چې جمهور رئيس محمداشرف غني، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او یو شمیر نورو دولتي چارواکو او سیاسي مشرانو په ارګ کې د لوی اختر لمونځ ادا کوه.

د افغانستان جمهور رئیس د لمونځ له ادا کولو وروسته د توغندیو د بریدونو په غبرګون کې وویل چې د "توغندیو په ویشتلو سره یې غوښتل چې لمونځ ونکړو".

XS
SM
MD
LG