د لاس رسي وړ اتصالات

پیټر برگن: د سولې په خبرو کې واقعي پرمختگ د افغانستان د حکومت شمول دی


 امریکايی خبریال او تحلیل گر پیټر برگن ډیر کلونه د سي ان ان له نړیوالې خبري شبکې سره همکار و
امریکايی خبریال او تحلیل گر پیټر برگن ډیر کلونه د سي ان ان له نړیوالې خبري شبکې سره همکار و

پیټر برگن د امریکا غږ آشنا ټلویزیون سره په مرکه کې وویل هیله دی چې دا ځل د افغانستان حکومتد سولی په خبرو کې شامل کړای شي.

پیټر برگن وایي که امریکا له افغانستان نه ووځي، د افغانستان امنیتي ادارې به له سخت فشار سره مخامخ شي.

امریکايي خبریال پیټر برگن د ولسمشر غني د ټویټ په برخه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ورته په ټیلیفون کې د سولی په خبرو کې د ډیر مهم او فوق العاده پرمختگ خبر ورکړی وویل: "... د افغانستان حکومت په حقه باندې د سولې ددی خبرو په برخه کې شک درلود. ځکه چې هغوی له دې خبرو نه ایستل شوي وو. نو زه خوشاله یم چی ولسمشر غنی په دې برخه کې ټویټ کړېدی. خو تاسې په دې پوهېږئ چې د سولی دا خبرې ولسمشر ټرمپ د تیرکال د سپتمبر په میاشت کې فسخ کړلی. او س بیرته پیل شوېدی. زما هیله داده چی ښايي هغوی به د افغانستان حکومت په دې خبرو کې دا ځل په یو بامفهوم ډول شامل کړی. دغه به نو واقعي پرمختگ وي."

د امریکا غږ د خبریال نسیم ستانزي سره د ښاغلي بیرگن بشپړه مرکه پدې لاندې لیک کې لیدلی او اوریدلی شئ:

سوله او د افغانستان حکومت
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:45 0:00

پیټر برگن د فو ق العاده پرمختگ د ارزونې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې: "زه فکر کوم فوق العاده پرمختگ د سولی په خبرو کې د افغانستان حکومت ته برخه ورکول او په خبرو کې شاملول دي. تاسی په افغانستان کې د سولې خبرې نشئ کولی، مگر دا چې د افغانستان مشروع او منتخب حکومت پکې شامل وي."

ښاغلي بیرگن څو کتابونه لیکلي دي چې مشهور یې، "اسامه بن لادن"، "هوالی وار انک"، "د لانگېست وار اینډ (د ترټولو اوږده جنگ پای)" دي. د هغه تازه کتا ب "ټرمپ او د هغه جنرالان" نومیږي.

XS
SM
MD
LG