د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف د ګوزڼ په اړه ۴۸۶ ډاکترانو او مذهبي مشرانو ته روزنه ورکوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، ۴۸۶ طبي مختصصینو او مذهبي مشرانو (ملایانو) ته روزنه ورکوي، تر څو کورنیو ته د پولیو واکسین په اړه عامه پوهاوی ورکړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

یونیسف نن دوشنبه جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلور) ویلي چې یاد کسان به په ښه توګه له ټولنې سره یو ځای شي ترڅو والدین وهڅوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي.

دا په داسې حال کېده چې د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه افغانستان کې د پولیو څلور ورځنی کمپاین پيل شو. د یونیسف په وینا ټاکل شوې په دغه کمپاین کې تر پنځو کلونو کم عمره ۹.۹ میلیون ماشومان واکسین شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال استازي داپنګ لوو ۲۰۲۲ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره یو ښه فرصت بللی و.

نوموړي زیاته کړې وه:"په ۲۰۲۲ میلادې کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ښه فرصت لرو. دې هدف ته د رسېدو لپاره موږ په ۲۰۲۲ میلادي کال د پولیو پنځه نور کمپاینونه تر سره کوو."

ښاغلي لوو زیاته کړې چې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره ښه اقدامات تر لاس لاندې نیول شوي دي او په خبره یې دغه پروګرامونه به په روان کال کې پراختیا پیدا کړي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي الیس اکونګا هم ویلي و:سږ کال خپلې هڅې لار زیاتې کړو چې تر څو د پولیو واکسین هر .ماشوم ته ورسوو او د دتل لپاره د دغه ناروغۍ ریښې وباسو

د یونیسف د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۱ کال د وروستۍ میاشتې په کمپاین کې ۸.۵ میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شو.

د یونیسف په وینا په وروستي کمپاین کې هغو ماشومانو ته هم واکسین ورسول شو چې تر دامهاله یې واکسین نه شوی.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې یوازې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوي وې چې څلور واړه یې په کندز او غزني ولایتونو کې وې.

XS
SM
MD
LG