د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو واکسین د ګټو په اړه د دینې عالمانو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو


د پولیو واکسین د ګټو په اړه د دینې عالمانو لپاره روزنیز پروګرام
د پولیو واکسین د ګټو په اړه د دینې عالمانو لپاره روزنیز پروګرام

خوست ولایت کې یو شمېر دینې عالمانو ته د یونیسیف ادارې له لوري د پولیو واکسین د ګټو په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.

د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې له دې روزنیز پروګرام څخه وروسته به په خوست ولایت کې دیني عالمان د جوماتونو او ټولنیزو ناستو له لارې خلکو ته د پولیو د ګواښونو او د واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکړي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، د دغه دوه ورځني ورزنیز پروګرام موخه د آزاد بحث او خبرو له لارې د پولیو واکسین پر وړاندې د ناسمو باورونو او ناوړه تبلیغاتو له منځه وړل دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف ادارې د پولیو پروګرام د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه امریکا غږ ته وویل: " د دغه روزنیز پروګرام موخه دا ده چې دینې عالمان په عامه پوهاوي کې له موږ او اړوندو روغتیایي ادارو سره همکاري وکړي."

نوموړي زیاته کړه، اوس چې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او واکسیناتوران لرې پرتو سیمو ته تللی شي، باید د دیني عالمانو په مرسته د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي، تر څو خپل ماشومان واکسین کړي.

همدارنګه دیني عالمان وایي چې پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده او دوی به ېې په مخنیوي کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف له ادارې او روغتیا ریاست سره لازمه همکاري وکړي.

دینې عالمان ټینګار کوي چې د اسلام د مبین دین له لحاظه د ماشومانو د واکسینولو لپاره هیڅ ډول ممانعت نشته او باید ټول ماشومان د ناروغیو پر وړاندې وقایه شي.

د خوست ولایت یو تن دیني عالم احسان‌الحق حنفي، پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: " که څه هم ډیړی دیني عالمان په دې موضوع پوهیږي، خو موږ له دوی غواړو چې خلک وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي."

په خوست کې د طالبانو د حکومت مرستیال والي، مولوي محمد انور دین پرور له دیني عالمانو وغوښتل چې د ګوزڼ سربېره د نورو ناروغیو په مخنیوي کې دې هم له روغتیایې ادارو سره همکاري وکړي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس، مولوي صاحب ګل خالد امریکا غږ ته وویل: "دیني عالمان باید په عامه پوهاوي کې له موږ سره مرسته وکړي او خلک دې ته وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي او له روغتیایي خدمتونو ګټه پورته کړي."

د یادونې وړ ده چې د خلکو تر منځ د پولیو واکسین په اړه د پوهاوي د کچې ټیټوالی او ناسم باورنه لا هم د ماشومانو ژوند ګواښي، خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف اداره هڅه کوي چې د دیني عالمانو په ملتیا دغې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي.

XS
SM
MD
LG