د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: میدان وردګ کې د پولیو ضد کمپاین بریالی و


میدان وردګو ولایت کې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې د پولیو کمپاین
میدان وردګو ولایت کې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې د پولیو کمپاین

د میدان وردګ روغتیایي مسؤولین وايې چې په یاد ولایت کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د پولیو ضد لومړنی کمپاین پرته له کومې ستونزې ترسره شو او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.

روغتیا پالان وایي اوس مهال د دې ولایت په ټولو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د پولیو ضد واکسین په پوره چمتوالي سره تطبیق کیږي او هیڅ راز ستونزه پکې نه لیدل کیږي.

دوی یادونه کوي چې په تېر نظام کې د ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون په دوو ولسوالیو دایمیرداد او بهسود کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسیده.

د میدان وردګ د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر محمد ځرک ځیرک وایي دوی هڅه کړې چې د مشرانو او مخورو په سلا مشورو سره د کمپاینونو بهیر تنظیم او تطبیق کړي.

ډاکټر ځیرک امریکا غږ ته وویل: " موږ دا ځل بشپړ چمتوالی درلود، په دې معنا چې د صحي مبلغینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په ملتیا مو روغتیایي تبلیغات کړي وو، او د ولایت د مقام پاملرنه مو راجلب کړې وه."

بل خوا، د میدان وردګ ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې په تېرو کلونو کې به د دوی سیمو ته د واکسین ټیمونه نه ورتلل، خو له نیکه مرغه اوس د دوی ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین رسیږي.

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسیدونکې، زرلښته چې خپل درې کلن زوی ېې واکسین کړی وایي: " پخوا مو واکسیناتوران په سترګو نه لیدل، خو اوس دا دریم ځل دی چې هغوی زموږ د کورنو تر شا راځي او زمونږ ماشومان واکسینوي."

د میدان وردګ د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤول ډاکټر صاحب‌الدین د واکسین د تطبیق لپاره د ژمي موسم یو غوره فرصت بولي.

ډاکټر صاحب‌الدین امریکا غږ ته وویل: " ژمی د واکسین لپاره مناسب وخت دی، ځکه ټول ماشومان په کورونو کې وي او کله چې زموږ رضاکاران د دوی د کورونو ته ورځي، هیڅ ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کیږي."

روغتیایي متخصصین کورنیو ته سپارښتنه کوي چې باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د کمپاینونو په بهیر کې واکسین کړي، ځکه د پولیو ویروس د ماشومانو د معلولیت لامل کیږي او د عمر تر پایه د هغوی ژوند له کړاوونو سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG