د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د سږکال په لومړي کمپاین کې زیات شمېر ماشومان واکسین شوي


ننګرهار ولایت کې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې د پولیو کمپاین
ننګرهار ولایت کې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې د پولیو کمپاین

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وایي د ۲۰۲۲ کال د ګوزڼ ضد واکسین لومړي کمپاین کې د تېرو کمپاینونو په پرتله زیات شمېر ماشومان واکسین شوي.

د دوی د معلوماتو له مخې د سږکال په لومړي کمپاین کې د ټاکلي هدف ۷۶ سلنه ماشومان واکسین شوي، حال دا چې په تېر کمپاین کې د ټاکلي هدف ۷۰ سلنه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي رسېدلي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي عطاء‌الرحمان فاتح امریکا غږ ته وویل: " زموږ د ۲۰۲۲ کال لومړنی کمپاین د امن په فضا کې او پرته له کومې ستونزې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو او ښاري سیمو کې تر سره شو."

د نوموړي په وینا د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه د پریکړې پر بنسټ د ټول ولایت په کچه جومات په جومات کمپاین وشو، چې هدف ېې ۸۵۰۰۰۰ تنه ماشومان و او له دې جملې څخه ۶۴۶۷۵۰ تنه ماشومانو ته (چې ۷۶ سلنه جوړوي) د پولیو ضد واکسین تطبیق شو.

بل لوري ته د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین له پیل څخه خوښ دي او دا د ګوزڼ او معلولیت څخه د ماشومانو د خلاصون یواځنی لار بولي.

د ننګرهار ولایت یو اوسیدونکي زلمي سهاک امریکا غږ ته وویل: " د واکسین د کمپاینونو ترسره کول یو نیک اقدام دی، ځکه کولای شي زموږ ماشومان د پولیو له ناعلاجه ناروغۍ څخه وژغوري."

د ننګرهار ولایت بل اوسیدونکی اباسین امرخېل بیا د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین له پیل څخه خوښي څرګندوي او ټینګار کوي چې باید دغه بهیر دوام ومومي، ځکه کله چې د واکسینونو بهیر ځنډیډلی و د خلکو اندیښنې ېې راپارولې وي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته په ننګرهار کې دا د ګوزڼ ضد واکسین دریم کمپاین دی او په دې کمپاین کې د واکسین شويو ماشومانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

XS
SM
MD
LG