د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل اوسیدونکي د ګوزڼ ضد مبارزه کې پراخه همکاري کوي – روغتیایي چارواکي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د زابل ولایت د عامې روغتیا مسؤولین وایي چې اوس تر بل هر وخته خلک د ګوزڼ ضد مبارزه کې همکاري کوي او په منظم ډول خپل ماشومان واکسینوي.

په سویلي ولایتونو کې ټولټال یو نیم میلیون ماشومان او په زابل ولایت کې دوه لکه ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین لپاره هدف ټاکل شوي، چې په تېرو څو کلونو کې د دوی زیات شمیر د بیلابیلو عواملو له امله له واکسین څخه پاتې شوي.

په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر عبدالحکیم حکیمي، امریکا غږ ته وویل: ”د ټولنې دننه د پولیو په اړه ناسم باورونه اوس تر ډېره بریده له منځه تللي، چې پدې برخه کې د دیني عالمانو مرسته او همکاري نه هیرویدونکې او د قدر وړ ده.“

د نوموړي په وینا، په چاپيریال کې ترسره شوي طبي معاینات په ډاګه کوي چې د ګوزڼ په وړاندې مبارزه ښه روانه ده، او اوس ګڼ شمېر کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي.

په ورته مهال، نړیوال روغتیایي بنسټونه هم د پوليو په له منځه وړلو کې د ټولنې په مرسته او همکاری ټینګار کوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې د پولیو د له منځه وړلو د برخې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو د له منځه وړلو پروګرام هڅه کوﻱ چې د افغانستان په سویلي حوزه کې د خلکو په همکاري د ماشومانو د معافیت کچه لوړه وساتي، تر څو په پولیو ناروغۍ اخته نشي.“

د زابل ولایت یو تن اوسیدونکي، بشیر احمد، امریکا غږ ته وویل: ”ما په هره دوره کې خپل ماشومان واکسین کړي، او کله چې واکسیناتوارن ونتوانیږي چې زموږ سیمې ته راشي، زه خپل ټول ماشومان په کلینیک کې واکسینوم.“

نوموړی پر خلکو غږ کوي چې په کمپاینونو کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، او همدارنګه له روغتیایي چارواکو غواړي چې په لیرې پرتو سیمو کې د واکسیناتورانو شمېر زیات کړي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

XS
SM
MD
LG