د لاس رسي وړ اتصالات

پاک چاپيریال او شخصي نظافت د ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې ستر رول لري- ډاکټران


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د فراه یو شمېر ډاکټران د ګوزڼ او نورو ساري ناروغیو د خپراوي د لاملونو په تړاو د عامو خلکو نه پاملرنې اندېښمن کړي دي او په دې برخه کې یې د عامه پوهاوي پر ډیرولو ټينګار کوي.

د دې ستونزې د حل لپاره، په ورستیو کې د فراه ولایت خلکو ته د چاپیریال ساتنې او پاکو اوبو د کارونې په اړه روزنه ورکړل شوی چې عام خلک او ډاکټران یې ګټور بولي او له دې پروسې ملاتړ کوي.

په فراه کې د ساري ناروغیو متخصص، ډاکټر صالح محمد منصفي وایي، په خلاصه فضا کې رفع حاجت او له ناپاکو اوبو ګټه اخیستنه هغه ستر لاملونه دي چې د ګوزڼ په شمول ټول ساري ناروغۍ په چټکۍ خپروي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "دا خبره د اندېښنې وړ ده چې زمونږ په کلیوالو سیمو کې لاتراوسه هم ډیرۍ کسان په خلاصه فضا کې رفع حاجت کوي او ۸۰ سلنه کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسۍ نه لري. او دا وضعیت په حقیقت کې د ګوزڼ او نورو ساري ناروغیو په سرایت کې ډیر نقش لري. که چیرې کورنۍ په دې برخه کې معلومات ولري او و پوهیږي چې د ټولو ناروغیو اصلي لاملونه همدغه دي نو ویلای شو چې د ناروغیو کچه به ډیره ټیټه شي."

له دې سره هم مهاله یو شمېر کلیوال اوسیدونکي وایې د فراه په یو شمیر سیمو کې د ټولنې په مشرۍ د شخصي او محیطي پاکوالي د ګټو او د ناپاکو اوبو د زیانونو په تړاو عامه خلکو ته لنډ مهاله روزنه ورکړل شویده.

د فراه د پشت رود ولسوالۍ اوسیدونکي، عبدالغفور امریکا غږ ته وویل چې د روغتیا ساتنې او پاکوالي په برخه کې کلیوالو خلکو ته زده کړه، ډیره اغیزمنه بولي او د دوام غوښتنه یې کوي.

ښاغلي غفور وویل: "زمونږ په منطقه او بعضې نورو منطقو کې نارینه او ښځو ته د صحت، اوبو او پاکوالي په باره کې موسسو درس ورکړی او پر خلکو یې هم تقریباً ښه تاثیر کړی دی. تر یوې اندازې په دغه سیمو کې خلک اوس پوهیدلي دي چې اکثر ناروغۍ د ناپاکو اوبو او په آزاده فضا کې د رفع حاجت څخه پیدا کیږي، خو دغه زده کړې باید دوامداره حالت ولري."

بل پلو اړوند چارواکي د ډاکترانو یاده اندېښنه پرځای او د روغتیا ساتنې په برخه کې شخصي او محیطي پاکوالي د ناروغیو په مخنیوي کې رغنده او په دې تړاو د عامه پوهاوي د دوام ژمنه کوي.

د عامې روغتیا وزرات د روغتیا د ارتقا د څانګې یو تن غړی، عبدالصبور عمر امریکا غږ ته وویل چې د ګوزڼ د خپرواي ستر لامل ککړ چاپیریال او شخصي پاکوالي ته نه پاملرنه ده.

نوموړي زیاته کړه: "د پولیو ناروغې واضح خبره ده چې د هضمي سیستم یو میکروب دی او بیا پر عصبي سیستم اغیزې کوي او انتقال یې د غایطه مواد له لارې صورت نیسي. که حفظ الصحی ته سمه پاملرنه وشي، لاسونه په سم ډول پریمنځل شي، ککړه غذا و نخوړل شي، له ککړو اوبو استفاده ونشي او همدارنګه په ازاده فضا کې رفع حاجت ونشي، نو څنګه به میکروب نورو انسانانو ته خپور شي."

کارپوهان په ټینګار سره وایي چې ګوزڼ ناروغې درملنه نه لري او د واکسین سره سره چې د مخنیوي لپاره اړین دی، پاک چاپيریال او شخصي نظافت د یادې ناروغۍ په مخنیوي کې ستر رول لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG