د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا کې د ماشومانو مړینه؛ پاپ تسلیت ووایه خو بخښنه یې ونه غوښتله


پاپ فرانسیس او د کاناډا صدراعظم

له هغه وروسته چې په کاناډا کې د ۲۱۵ بومي زده کوونکو مړي وموندل شول، د کاناډا صدراعظم جستن تروډو د کاتولیک مسیحیانو له مذهبي رهبر پاپ فرانسس څخه غوښتي وو چې واتیکان دې بخښنه وغواړي.

د زده کوونکو مړي په هغه ښوونځي کې موندل شوي وو چې کلیسا یې چارې مخې ته وړلې.

پاپ فرانسس د یکشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي۱۶) د سنت پیټر په میدان کې یوې غونډې ته په وینا کې له سیاسي رهبرانو او کلیسا له مشرانو څخه وغوښتل چې د دغې «دردناکې پېښې» په اړه پلټنه وکړي، خو هغه په دې اړه بخښنه ونه غوښتله.

د کاناډا صدراعظم ویلي دي ډېر خواشینی دی چې واتیکان د دغو ماشومانو د مړینې له کبله بخښنه نه ده غوښتې.‌ هغه له کلیسا څخه وغوښتل چې مسئولیت ومني.

د نونلسمې پېړۍ له پیل څخه نیولې تر ۱۹۷۰ کلونو پورې ۱۵۰زره بومي ماشومان جبرآ په هغو مسیحي ښوونځیو کې شامل کړل شوي وو چې د کاتولیک مبلغینو یې چارې مخې ته وړلې.

د دغه کار هدف دا و چې دا بومي «سور پوستي» ماشومان د کاناډا په ټولنه کې ګډ او مدغم شي.

د کاناډا حکومت د رادار له لارې په بریتش کولمبیا کې د کاملوپس په سیمه کې د ۲۱۵ ماشومانو مړي کشف کړل. دا خبر تېره میاشت په کاناډا خپور شو.

کاتولیکې کلیسا له ۱۸۹۰ کلونو څخه تر ۱۹۶۰ کلونو پورې د دغه ښوونځي چارې مخې ته وړلې.

د کاناډا حکومت وايي چې د دغو ښوونځي په اړه ویل کېدل چې هغو زده کوونکو به چې په خپلې بومي‌ او اصلي ژبې خبرې کولې، وهل اوټکول کېدل او فزیکي او جنسي استفاده به هم ترې کېدله.

پاپ فرانسس وویل د دغې پېښې په اړه چې کاناډایان یې روحآ ځپلي دي، تسلیت وايي.

هغه وویل: «دا دردناک کشف د تېر وخت کړاونه او دردونه تازه کوي.»

XS
SM
MD
LG